د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات والي: که خلک پام و نه کړي، کرونا به انساني ناورین رامنځ ته کړي


په هرات کې د مسافرینو معاینه
په هرات کې د مسافرینو معاینه

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي وايي له تیرو ۵۴ ورځو راهیسې په هرات کې د کروناویروس ناورین له کبله خلک ستړي شوي ځکه چې د دوي ورځینی ژوند یې ګډوډ کړی دی.​

ښاغلي قتالي امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې په هرات کې د ګرځبندیز له پیلیدو سره خلک له ستونزو سره مخ شوي دي او د خوراکي توکو له کمښت او بې روزګارۍ سر ټکوي.

د هرات والي خبرداری ورکړ چې د شته ستونزو سربیره که خلک د کرونا ویروس جدي ونه ګڼي، ممکن د نورو هیوادونو په څیر انساني ناورین رامنځ ته شي.

د هرات والي په داسې وخت کې د کرونا ویروس له کبله خبرداری ورکوي چې څه موده مخکې په زرګونو افغانان له ایران څخه پرته له دې چې معاینات یې وشي او قرنطین شي، افغانستان ته راغلل.

خو د هرات والي وايي چې اوس له ایران سره پر پوله د ټولو هغو کسانو ازموینه کوي چې افغانستان ته راځي.

د هرات والي سید عبدالړحید قتالي سره د اشنا تلویزون د خبریالې ګالیا رڼا نورستانۍ مرکه دلته کتلی شئ:

د هرات والي وايي که خلک توجه و نه کړي د کرونا له کبله انسانی ناورین رامنځ ته کږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:31 0:00

XS
SM
MD
LG