د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۱۱۰ ډاکتران او روغتیايي کار کوونکي په کرونا اخته شوي


افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۱۰۲۶ ته ورسېد
افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۱۰۲۶ ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا د ویروس د۳۰ تازه مثبتو پیښو د ثبت خبر ورکړی چې ورسره په دغه هیواد کې د کرونا د ویروس پر ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۱۰۲۶تنو ته رسیدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۰ ( غويي لومړۍ) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې بیا هم د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې مثبتې پیښې په کابل کې ثبت شوي دي.

ښاغلي مایار وویل: "په کابل ولایت کې ۱۵، په هرات کې شپږ په لغمان کې څلور په کونړ کې څلور او په ننګرهار کې یوه مثبته پیښه ثبت شوې ده."

د دغو نوو پېښو تر ثبتېدو وروسته د دوشنبې تر غرمې مهال پورې په کابل کې د ټولو ثبت شوو پیښو شمیر ۳۳۳ ته ورسېد.

په افغانستان کې د کروناویروس ډیرې مثبتې پیښې په کابل، هرات، کندهار، بلخ او نیمروز ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې درې تنه د کروناویروس د ناروغۍ له امله مړه شوي چې د دغې ناروغۍ له امله د ټولو مړو شوو شمیر ۳۵ تنو ته رسیدلی دی.

همداشان تر نن ورځې پورې د دغې ناروغۍ څخه ۱۳۵ تنه نور ښه شوي دي.

ښاغلي مایار د جوزجان په ولایت کې د یو ډاکټر د مړینې په اړه وویل چې که څه هم په جوزجان ولایت د مرکز شبرغان په روغتون کې مړ شوی ډاکټر د کروناویروس د ناروغۍ ټیست منفي و، خو د هغه روغتیايي علایم دغې ناروغۍ ته ورته وو.

ښاغلي مایار وویل چې تراوسه په افغانستان کې ۱۱۰ ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي د کرونا د ویروس پر ناروغۍ اخته شوي چې ۹۰ تنه یې سړي او ۲۰ یې ښځې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل:" ۵۱ په هرات،۲۳په کابل کې،پنځه په کونړ کې،شپږ په بلخ، درې په غزني، درې په ننګرهار کې او دوه په نیمروز کې د کرونا د ویروس پر ناروغۍ اخته شوي دي".

په افغانستان کې د کرونا د ویروس لومړۍ پېښه د کب په پنځمه د هرات په ولایت کې ثبت شوې وه.

اوس مهال د پنجشیر، خوست او نورستان ولایتونو پرته د کرونا د ویروس پيښې په نورو ټولو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

په روانه اونۍ کې په افغانستان کې د " اراین اې "انسټرکشن کیټ په نوم د کرونا د ویروس د شکمنو پیښو د تشخیص د موادو د کمبود سره مخ شوی وو چې له امله یې په هرات، کندهار او بلخ ولایتونو کې د شکمنو پيښو د تشخیص بهیر هم ځنډیدلی وو.

ډاکټر وحیدالله مایار خبریالانو ته وویل نن به دا مواد کابل ته راورسیږي او دا ستونزه به حل شي.

ټاکل شوې د دغو موادو د رسیدلو وروسته به د مشکوکو پیښو د تشخیص بهیر بیرته نن پیل شي.

افغانستان اوس مهال په ۲۴ ساعتونو کې تر ۵۰۰ پورې د مشکوکو پیښو د تشخیص طرفیت لري. خو حکومت وايي دا شمیر به ژر تر زرو پورې لوړ کړي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ میلادي د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د دوشنبې تر سهار اپریل ۲۰( غويي لومړۍ)پورې یو سل او پنځه شپیته زره ۲۳۸کسان مړه کړي او له دوو میلیونو څلور سوو زروڅخه زیات نور پرې اخته شوي دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG