د لاس رسي وړ اتصالات

ناچاودې مرمۍ د ماشومانو هیلې رژولي


په ټپیانو کې د ۶۰ کلن همېشه ګل دری زامن او دوه لوڼې شاملې دي
په ټپیانو کې د ۶۰ کلن همېشه ګل دری زامن او دوه لوڼې شاملې دي

په ټپیانو کې له دوو یې دواړه پښې پرې شوي او د پنځه نورو یې یوه یوه پښه پری ده او اوس د ننګرهار په دولتي روغتون کې بستر دي.

دغه کورنۍ د ژوند له سخت حالت نه تېرېږي او تر اوسه یې چا پوښتنه هم نه ده کړې. سپین ږیری پلار اوتر دی چې د روغتون په یوه خونه کې د درې زامنو او دوه لوڼو د درد چغې څنګه ارامې کړي.

څه باندې درې اونۍ کېږي د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې پر ماشومانو د راکټ مرمۍ وچاوده، د یوې کورنۍ څلور کسان پکې ووژل شوو او اووه نور ماشومان ټپیان شول چې پنځه یې د یوه پلار اولادونه دي.

د فتیح آباد سیمه کې د شپې د حکومت او طالبانو تر منځ له سختې جګړې وروسته، سهار مهال یوه ناتوغېدلې مرمۍ د ماشومانو په لاس ورغله او وچاودله. ټپي ماشومانو اشناتلویزیون ته وویل نه پوهېږي مرمۍ د چا وه، خو بلا وه او د دوئ په سر راپرېوته.

۹ کلن بشیر وایي اوس یې کلنۍ ازموینې دي،خو درېیم صنف ته د تګ هیله نلري
۹ کلن بشیر وایي اوس یې کلنۍ ازموینې دي،خو درېیم صنف ته د تګ هیله نلري

په ټپیانو کې د ۶۰ کلن همېشه ګل درې زامن او دوه لوڼې شاملې دي چې له یو زوي (شفیق) یې غبرګې پښې پرې شوي دي. شفیق د ښوونځي دومره لېواله دی چې په پری پښو یې د قلم او کتاب مینه په یاد ساتلې، وايي ډاکټر کېدل یې ارمان دی، خو که رشتیا شي.

رابعه او مروا د پنځو او شپږو کلونو په عمر دي، لا یې د وطن د جګړو تاو نه پېژند خو عمري کړاو یې ولید. دوه خویندې او دا یو ورور له روغتونه بهر شول، خو درې واړه له یوې یوې پښې سره.

نهه کلن بشیر د ښوونځي په دویم ټولګي کې و، اوس یې کلنۍ ازموینې دي، وايي درېیم صنف ته د تګ هېلې یې وسوځېدې. دغه کورنۍ وايي حکومت او یا نړیوالو خیریه ادارو لاسنیوی نه دی کړې او نه پوهېږي چې د ژوند دا کړاو به تر کله ګالي.

ددی راپور ویدیويي بڼه دلته لیدلی شئ:

ټپي ماشومان
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

XS
SM
MD
LG