د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل د اټغر ولسوالۍ د سقوط اړه ضد او نقیض راپورونه


ځاییي اوسیدونکي وايي چې تېر ماښام د زابل د اټغر ولسوالۍ له مرکز څخه د پوځ یوه مهمه قرارګاه ددې ولسوالۍ په ګاونډ کې د شینکۍ ولسوالۍ ته انتقال شوې چې ورسره سم د یادي ولسوالۍ مرکز هم سقوط شو.

د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان نن چهارشنبه ډسمبر ۲۳ (مرغومې دریمه) امریکا غږ ته وويل چې له تېرو څو کالو راهیسې یوازي د اټغر ولسوالۍ په مرکزي برخه کې امنیتي قواوو فعالیت در لود، خو تېره شپه دغه قواوې ګاونډۍ ولسوالۍ شینکۍ ولېږدول شوې.

نوموړي زیاته کړه: "اټغر ولسوالۍ ته د ځمکنۍ لارې په اوږدو کې له ډيره وخته ستونزي وې موږ هم د سیمه ییزو اوسیدونکو په حواله داسي معلومات تر لاسه کړي چي د اټغر ولسوالۍ څخه د ملي اردو یو مهم مرکز انتقال شوی بلي سیمي ته، له شک پرته دې مرکز د ولسوالۍ د مرکز د ساتلو په امنیت کې خاصه ونډه لرله."

خو د زابل یو لوړي پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې اټغر ولسوالۍ د ملي پوځ د قرارګاه له لېږد سره پر یو وخت یادي ولسوالۍ په بشپړه توګه سقوط وکړ.

سرچیني زیاته کړه چې یاده ولسوالي له تیرو څو کالو راهیسې د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندې وه چې کله نا کله به هلیکوپټرو په وسیله ورته اکمالات کیدل.

سرچیني وويل: "تیره شپه ۲ بجې د هلیکوټپرو په وسیله د پوځ سرتیري او ولسوالۍ ځيني نور مسئولین د هوا له لارې کلات ښار ته انتقال شول چې ورسره سم ولسوالۍ هم سقوط وکړ."

د زابل مطبوعاتي دفتر پدې اړه له تبصرې کولو څخه ډډه کوي او ویاند يې ګل اسلام سیال امریکا غږ ته وويل چې دوی له رسنیو سره له خبرو کولو څخه منع شوي.

په ورته وخت کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر هم په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې د ملي دفاع وزارت له جدي ارزونو څخه وروسته د اټغر ولسوالۍ له مرکز څخه د ملي پوځ قرارګاه د نظامي قوت د زیاتوالي په موخه د شینکۍ ولسوالۍ اړوند سیمو ته لېږدول شوې.

د دفاع وزارت له لوري د اټغر ولسوالۍ له مرکز څخه د پوځ د قرارګاه د لېږد په اړه په خپور شوي بیان کې زیاته شوې چې: "د ملي دفاع وزارت مشر تابه د لا زیاتي اغېزمنتیا په هدف خپله یوه پوځي اډه د زابل له آټغر ولسوالۍ څخه شینکۍ ولسوالۍ ته لېږدوي چې په شینکۍ ولسوالۍ کې به له دغې پوځي آډې څخه د دواړه ولسوالیو د اوسیدونکو د سر او مال د خونديتوب په موخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي."

اټغر د زابل په جنوب کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د کندهار له معروف او ارغستان ولسوالیو سره په ګاونډ کې پرته ده چې له تیرو دوو کالو راهیسې د وسله والو طالبانو تر لویو بریدونو لاندې وه.

تر اټغر ولسوالۍ مخکې له تیرو درې کالو راهیسې په زابل کې میزانه، ارغنداب، دای چوپان او نوبهار څلور نوري هغه ولسوالۍ دي چې له خپلو اصلي مرکزونو څخه نویو سیمو ته انتقال شوي.

د زابل د مدني ټولنې غړي هم نیوکه کوي چې پدې ولایت کې امنیتي ساحه محدود شوې او اوس آن د کلات – کندهار ترمنځ لویه لار هم نا امنه ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG