ولسمشر غني د خپلو ولایتي سفرونو د لړۍ په دوام نن شنبه د لړم پر ۱۲مه پکتیکا ولایت ته تللی.
ولسمشر ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې ولسمشر غني دغه ولایت ته په رسېدو سره د پکتیکا ولایت له پوځي او امنیتي چارواکو سره ددغه ولایت پر ملکي او امنیتي وضعیت خبرې کړي.
ارګ وايي ولسمشر غني د دغه ولایت د امنیتي مسؤلینو د راپور تر اورېدو وروسته د امنیت د تامین په برخه کې د امنیتي سرتېرو سرښندنې ستایلي او ویلي هغه ځواکونه چې د امنیت په برخه کې اغېز ناک رول لوبولی وبه ستایل شي.
ولسمشر غني د پکتیکا ولایت مقام نوې ودانۍ هم پرانیستله.
دا په دې وروستیو کې ولایتونو ته د ولسمشر غني د سفرونو د لړۍ په دوام شپږم ولایتي سفر دی.
ولسمشر غني د تلې میاشتې پر پنځمه غزني، پر دریارلسمه بلخ او د همدې میاشتې درویشتمه کاپیسا او پروان ولایت ته تللئ وو.
دا مطلب هم ولولئ غني پروان کې څو پروژې پرانیستېښاغلی غني په روانه لړم میاشت کې کندهار او هلمند ولایتونو ته هم تللئ وو.
په داسې حال کې چې د ولسمشر غني د پنځه کلنې دورې پای ته رسېدو ته تر یوه کال کمه موده پاتې ده افغان شنونکي ولایتونو ته د ولسمشر غني وروستي سفرونه تر ډېره یو ډول انتخاباتي کمپاینونه بولي.
ښاغلي غني تېره اوونۍ له بلومبورګ خبري شبکې سره په مرکه ویلي و چې غواړي د ۱۳۹۸کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندید کړي.
غني دغه شبکې ته ویلي چې له بیا نوماندۍ څخه یې هدف د ناتمامه کارونو بشپړول دي.
دا مطلب هم ولولئ غني بیا ځان ولسمشرۍ ته نوماندويدا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وویل چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د مهال وېش په اړه یې له سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو له استازو سره مشورې پیل کړي دي.