د ټرمپ د افغانستان د تګلارې یو اړخ؛ بمباري ډیره شوې

د تېرې میاشتې په پرتله پر طالبانو د ناټو هوايي بمبارۍ ۵۰ فیصده زیاتې شوي دي

په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وايي تېره میاشت یې د طالبانو او داعش پر مورچلو او جنګیالیو ۷۵۱ هوايي بمونه غورځولي چې په تېرو اوو کلونو کې تر ټولو زیات بلل کیږي.

د امریکا د هوايي ځواکونو د مرکزي قومندې د یوه راپور پر بنسټ دغې بمبارۍ د ولسمشر دونالد ټرمپ د نوې تګلارې په رڼا کې ترسره شوي. ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د جګړې په ترسره کولو کې یې محدودیتونه رفع کړي او امریکايي ځواکونو ته یې واک ورکړی چې د دښمن د ماتولو لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.

په راپور کې نه دي ویل شوي چې په دغو بمباریو کې څومره کسان وژل شوي او یا ژوبل شوي دي او دا چې دا بمبارۍ تر ډېره د افغانستان کومو سیمو کې شوي دي.

خو یوناما وايي د جنوري د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د جون تر ۳۰پورخ په ټول افغانستان کې په روان تاوتریخوالي کې ۱۶۶۲ ملکیان وژل شوي دي چې دا د تیر کال د همدې مودې په پرتله دوه فیصده زیات دي همدغه راز ۳۵۸۱ کسان ژوبل شوي دي، یوناما وايي ډیر دغه کسان په ځانمرګو بریدونو، سړک غاړي ماینونو د چاودنې له کبله وژل شوي خو هوايي بریدونو هم یو شمېر وژل او ژوبل کړي دي.

په همدې حال کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې یوه ډله وايي چې د روان عیسوي کال د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۴۲ ملکیان ملکي افغانان وژل شوي او۲۵ نور ټپیان شوي.

امریکا د افغانستان په جګړې له څه باندې ۱۶ کالو راهیسې ښکیله ده. امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۰ کال د اګست په میاشت کې د طالب جنګیالیو د ماتولو په موخه ۱۰۴۳ هوايي بریدونه ترسره کړل، خو له هغه وروسته په بمباریو کې د پام وړ کموالی راوستل شو.

د امریکا د پوځ لخوا د خپرو شوو شمیر له مخې، د تیرې میاشتې د بمباریو شمیر له ۲۰۱۲ کال راهیسې تر هرې بلې میاشتې ډیر و.

څو میاشتې مخکې امریکایي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش جګړه مارانو پر مورچلونو او څمڅو د "بمونو مور" وغورځوه چې تر اتوم بمب ورسته تر ټولو لوی بمب بلل کیږي.