افغان لوبغاړو ویسټ انډیز ته د ۱۹۵منډو هدف ورکړ

رحمت شاه او اکرام علي خېل ښه توپ وهنه وکړه او دواړو پنځوسیزې وکړې.

د افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ‌ لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه نن دوشنبه (د لړم۱۵مه) پیل شوه.

د لوبې پچه د ویسټ انډیز وګټله او لومړۍ توپ اچونه وکړه.

افغان لوبغاړو په ۴۵ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ویسټ انډیز ته د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه.

رحمت شاه او اکرام علي خېل ښه توپ وهنه وکړه او دواړو پنځوسیزې وکړې.

د افغانستان لوبډله له لسو ورځو را په دې خوا د هند لکنو ښار کې چې د دې لوبو کوربه دی دې سریز ته چمتوالی نیولی دی.

دواړه لوبډلې به د دې سریز په لړ کې درې یوه ورځنۍ، درې شل اوریزه او یوه ټېسټ لوبه وکړي.

افغان لوبډله په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې تر اوسه د ویسټ انډیز شپږ وارې سیالۍ کړي دي چې درې یې ګټلي دوه یې بایللي او یوه لوبه بې پایلې پای ته رسېدلې ده.