ننګرهار کې په طالبانو چاودنه شوې او دوه کسان وژل شوي

تر دې مخکې هم په طالبانو باندې بریدونه شوي وو

د ننګرهار څخه راپورونه وايي چې د طالبانو یو موټر د سړک غاړې په ماین برابر شوی او په چاودنې کې دوه ولسي خلک وژل شوي دي.

د ننګرهار د بهسودو په ولسوالۍ کې د طالبانو یو محلي قومندان عصمت الله مبارز ویلي دي‌ چې د طالبانو په موټر باندې د سړک غاړې ماین دوې چاودنې شوي دي.

هغه وايي چې په دغو پېښو کې طالبانوته زیان رسېدلی نه دی.

په ننګرهار کې د عامې روغتیا مسئولین وایي چې دوه مړي او څلور زخمیان ور وستل شوي دي.

تر دې دمه کومې ډلې د دغه برید د کولو ادعا نده کړې، مګر په ننګرهار کې د داعش ډله فعاله بلل کېږي‌ او تر دې مخکې یې هم په طالبانو د بریدونو او چاونو د کولو ادعا کړې.

د راپورونو له مخې د ننګرهار لایت لومړی ځای دی چې د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د داعش-خراسان په طالبانو باندې برید او چاودنې کړي دي.