اسلام آباد: جګړو کې دوه پاکستاني سرتیري، ۷ اورپکي وژل شوي

د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ اکتوبر څلورمه (تلې ۱۲) وویل د هغه هیواد د امنیتي ځواکونو پر یو کاروان د اورپکو په برید کې دوه سرتیري او درې اورپکي وژل شوي دي.

پاکستاني پوځيانو زیاته کړې، اورپکو چې سپکې وسلې درلودلې د هغه هیواد په شمال لودیځ له افغانستان سره یې پولې ته نږدې د هغوی پر پوځیانو برید وکړ.

دا پیښه د خیبر پوښتونخوا مرکز پیښور ښار ته نږدې شوې ده. د پاکستان پوځ په دې اړه زیات جزیات ندي ورکړي او د وژل شویو جنګیالیو هویت یې هم ندی روښانه کړی. تر اوسه هیڅ کولې ډلې هم ددغه برید مسولیت پر غاړه ندی اخیستی.

د پاکستان پوځ زیاته کړې ده چې په یوه بله پيښه کې د هغه هیواد ځواکونو د نوموړي هیواد‌ په شمال لودیځ کې د شپې په عملیاتو کې څلور اورپکي وژلي دي. پوځ په دې اړه هم نور جزیات ندي وړاندې کړي.

بلخوا د پاکستاني طالبانو یو ویاند محمد خراساني څرګنده څرګنده کړې ده چې د هغوی څلور جنګیالي وژل شوي دي. نوموړي په یوې بیانیه کې زیاته کړې ده دا ډول عملیات ښکاره کوي چې حکومت او ادارات یې په پاکستان کې سوله نغواړي.

پاکستاني طالبان که څه هم یوه جلا ډله ده خو د افغانستان له طالبانو سره اړیکي لري. افغان طالبانو د تیر کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته هغه هیواد ونیو.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، پاکستاني طالبان هم زړه ور شوي دي، هغه ډله چې د ټي ټي پي یا د تحریک طالبان پاکستان په نامه پيژندل کیږي.

دغه نښتې په داسې حال کې کیږي چې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د څو میاشتنۍ اوربند پر ځای دی.

که څه هم پر افغانستان واکمنو طالبانو د اسلام آباد او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې قرار داد د ترلاسه هڅه کړېده خو د دواړو لورو ترمنځ خبرو چې په مې میاشت کې پیل شوې ، کوم نتیجه ورنکړه.

پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو زیاتیدل

د پاکستان د تاوتریخوالي او امنیت د مطالعاتو انستیتوت په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په دغه هېواد کې په دې وروستیو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

د دغه انستیتیوت په راپور کې راغلي دي چې دا بریدونه داسې مهال زیات شوي دي چې پاکساني طالبانو له حکومت سره د اوربند د ختمېدو اعلان هم نه دی کړی. د دواړو خواو ترمنځ د افغانستان د طالبانو په منځګړیتوب څه موده مخکې د سولې اوربند شوی و.

د راپور په اساس په تېره میاشت [سپتمبر] کې په ټول پاکستان کې ۴۲ ترهګریز بریدونه شوي دي چې د اګست د میاشت په پرتله ۳۵ فیصده زیاتوالی ښيي.

په دغو بریدونو کې «۴۰ کسان وژل شوي چې ۲۴ یې د پاکستان امنیتي ځواکونه» دي. همدغه راز په دغې مودې کې ۷۷ تنه نور کسان ژوبل شوي هم دي چې ۱۹ یې امنیتي ځواکونه دي.

راپور وايي چې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کچه ۶۰ سلنه لوړه شوې ده او دا د دې څرګندوی دی امنیتي ځواکونه د بریدوګرو اصلي هدف دي.