بوسنیا پنځه افغان کډوال په ترهگرۍ تورن کړي

د بوسنیا د کورنیو چارو وزیر دراگان مکتیچ

بوسنیا کې پنځه افغان کډوال له نړیوالو ترهگرو ډلو سره په اړیکو لرلو تورن شول.

د بوسنیا د حکومت د بهرنیانو د چارو ادارې د سه شنبې په ورځ (فبرورۍ ١٩) اعلان وکړ چې دغه پنځه افغان کډوال تر څارنې لاندې دي او د بوسنیا څخه د هغوی د ایستلو لپاره تیاری نیسي.

د اسوشیتید پرس اژانس په راپور د بوسنیا حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې یو بل افغان کډوال باندې هم شک کیږي چې د انسانانو په قاچاق او په سازمان شویو جرمونو کې لاس لري.

دغه کډوال چې نومونه یې ندي ذکر شوي د ٢٢ نه تر ٣۴ کلونو پورې عمرونه لري.

د بوسنیا د کورنیو چارو وزیر دراگان مکتیچ، ویلي چې دغه کسان په غیر قانوني توگه بوسنیا ته راغلي دي.

په زرگونو کډوال او پناه غوښتونکي د بوسنیا له لارې ځانونه لویدیځې اروپا ته رسوي. دغه کسان په عمومي توگه له بوسنیا نه کرویشیا ته ځي او له هغه ځایه بیا لویدیځې اروپا ته مخه کوي.

په اروپا کې د کډوالۍ د کړکیچ په وخت - ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ - کلونو کې څه دپاسه یو نیم میلیون کډوال چېډیری یې د افغانستان، سوریې او عراق اوسیدونکي وو جرمني ته لاړل، خو اوس دغه هیواد ته د مهاجرو د ورتگ کچه راټیټه شوې ده

ترکیې او اروپایي ټولنې په ٢٠١٦ کې یوه هوکړه لاس لیک کړه او انقرې موافقه وکړه هغه کډوال چې ددې هیواد له لارې یونان ته رسیږي هغوی به بیرته په خپل هیواد کې مني. ترکیې دا کار د مالي مرستو په بدل کې منلی دی.