کندهار کې د ملي امنیت پر ورکشاپ ډله ییز برید ختم شو ـ چارواکي

عکس( ارشیف)

د کندهار امنیتي چارواکي وایي په دغه ولایت کې د ملي امنیت د وسایطو پر ورکشاپ ډله ییز برید د درې بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.

د کندهار د امنيت امر مل پاسوال فريد مشعل امریکا غږ ته وویل چې برید نن ماسپښين یوه بجه پای ته ورسید او په وینا یې سیمه هم تصفیه شوې ده.

هغه زیاته کړه: " دښمن نن سهار له چاودېدونکو توکو ډک مازدا ته د ملي امنیت د وسایطو له ورکشاپ سره چاودنه ورکړې وروسته درې نور ځانمرګي بریدګر د ورکشاپ احاطې ته داخل شوي او مقاومت یې کاوه چې د بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد، خو په لومړۍ چاودنه کې د ملي امنیت یو سرتیری وژل شوی او دوه نور یې ټپیان دي."

دا برید په کندهار ولایت کې د ملي امنیت د وسایطو د ترمیم پر مرکز شوی دی.

پېښه نن شنبه سهار ۸ بجې د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د ارغستان لويې لارې ته نږدې وشوه.

د پېښو په لومړیو کې د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي نن شنبه جنورۍ ۱۶( مرغومې ۲۷) امریکا غږ ته وويل چې د دامان ولسوالۍ اړوند د ارغستان پر سړک د ملي امنیت پر ورکشاپ قوي چاودنه شوې ده.

په ورته وخت کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند تورن محمد صادق عیسي امریکاغږ ته وويل چې د پوځ ځانګړي ځواکونه هم په سیمه کې دي چې تر بشپړه تصفيې وروسته به د تلفاتو او د پېښې د ډول په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل شي.

د کندهار نننۍ موټر بم چاودنه ډيره زوره وره وه چې غږ یې د ښار په نږدې ټولو برخو کې اوریدل شوی.

د دامان ولسوالۍ ځايي اوسیدونکي ملک اختر محمد امریکا غږ ته وويل چې د چاودنې له سیمي څخه لرې په درې کیلومترۍ کې هم د ملکي خلګو کورونو ته زیان رسیدلی.

تر اوسه چا د دې برید مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.