د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د طالبانو برید تمبول شوی او ۳۶ تنه یې وژل شوي- چارواکي


چارواکي وايي چې لاهم په سیمه کې د ګډو افغان ځواکونو پوځي عملیات دوام لري. 
چارواکي وايي چې لاهم په سیمه کې د ګډو افغان ځواکونو پوځي عملیات دوام لري. 

د کندهار امنیتي مقامات وايي چې د کندهار ښار په جنوب کې يې د وسله والو طالبانو لویه حمله پر شا تمبولې او ۳۶ وسله وال طالبان يې په ترڅ کې وژل شوي.

چارواکي وايي چې لاهم په سیمه کې د ګډو افغان ځواکونو پوځي عملیات دوام لري.

د کندهار د امنیت امر مل پاسوال فرید احمد مشعل نن جمعه جنورۍ ۱۵( مرغومې ۲۶) امریکا غږ اشنا ته وويل چې تیر مازیګر لسګونه وسله والو د کندهار ښار په لویدیځ‌ کې د پاغ پل په سیمه کې د ښار دروازې ته د ننوتلو په موخه ډله ییز بریدونه پيل کړه.

دی زیاتوي چي ګډو افغان ځواکونو په سیمه کې د وسله والو پرضد نظامي غبرګون وښود چي په پایله کې يې د وسله والو یاده حمله پر شا وتمبول شوه او لاهم په سیمه کې ګډ پوځي عملیات دوام لري.

نوموړي زیاته کړه: "تیره ورځ مازیګر د ارغنداب ولسوالۍ له لارې د باغ پل سیمه کې دښمن غوښتل د ښار ۸ حوزې سیمو ته داخل شي د ګډو افغان ځواکونو د غبرګون په پایله کې د دوی دا هڅه نا کامه شوه ۳۶ تنه يې وژل شوي او اجساد یې په سیمه کې دي د کندهار ښار اوسیدونکو ته ډاډ‌ ور کوو چې دلته پوره نظامي طاقت موجود او وسله وال به د اوس په څېر بیا بیا وځپي خو دښمن د ملکي خلکو له کورنو څخه د سنګر کار اخلي چې دې کار عملیات لږ ستونزمن کړي خو نا ممکن ندي."

که څه هم افغان ځواکونو ته په یاده جګړه کې د تلفاتو په اړه امنیتي چار واکې څه نه وايي خو د کندهار د پولیسو ویاند څارمن جمال بارګزي امریکا غږ اشنا ته تائید کړه چې د باغ پل د سیمي په پوځي عملیاتو کې د امنیې قومندانۍ یو لوړ پوړی منصبدار څارمن حیات الله مومن وژل شوی.

د کندهار ښار په لویدیځ کې د وسله والو طالبانو د تیري شپې برید د کندهار ښار له اوسیدونکو سره ګڼي اندېښنې پیدا کړي.

دوی زیاتوي چې له تیري یوې میاشتي راهیسې د کندهار ښار په شمال کې د ارغنداب ولسوالۍ له جګړې څخه لویه اندېښنه دا وه چي وسله وال طالبان غواړي د ښار جنوبي څنډو ته داخل شي خو حکومت پر وخت د ارغنداب د امنیت لپاره کوټلي ګامونه وانخیستل.

دا مهال د ارغنداب تر څنګ په ژړۍ، پنجوايي او ډنډ‌ ولسوالیو په ځینو برخو کې د وسله والو طالبانو او حکومتي قواوو ترمنځ جګړې دوام لري.

تیره ورځ د کندهار نوي والي روح الله خانزاده له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په کندهار کې امنیتي ستونزي د نا سم مدیریت او نه همږغۍ له کبله رامنځ ته شوي چي د وروستیو بدلونونو سره پر یوه وخت د یادي‌ ستونزي د حل لپاره بیړني کارونه پيل شوي.‌

خپله وسله والو طالبانو د کندهار ښار د باغ پل د سیمي د جګړې په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG