راشد خان: زما ذهن وايي چې له ویسټ انډیز نه سیریز ګټو

دا اول ځل دی چې افغانستان او ویسټ انډيز د ۲۰ اورونو او یوې ورځنیو لوبو درې درې سیالۍ کوي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان د ویسټ انډیز سره تر سیالیو مخکې امریکا غږ اشنا سره خبرې وکړې.

افغانستان د کابل په وخت د جمعې په سهار له ویسټ انډیز سره د دریو ۲۰ اوریزو سیالیو لړۍ پیلوي.

راشد خان وویل افغانستان په وروستیو څو میاشتو کې ډېرې پرلپسې لوبې وګټلې او په همدې اساس د افغان لوبغاړو مورال لوړ دی. هغه وویل " زما ذهن وايي چې ان شالله په ۲۰ اورونو کې به له ویسټ انډیز څخه سیریز ګټو".

افغانستان د چهارشنبې په ورځ د ویسټ انډیز الف لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا اول ځل دی چې افغانستان او ویسټ انډيز د ۲۰ اورونو او یوې ورځنیو لوبو درې درې سیالۍ کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

له راشد خان سره د جعفر هاند مرکه دلته واورئ