د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، اسرائیل او لبنان د لسیزو جګړو وروسته د امریکا په منځګړیتوب د تلپاتې سولې او امنیت د رامنځته کولو په موخه په یو کاري چوکاټ موافقې ته رسېدلي دي.
روبیو چې د جمعې په ورځ ددغې هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې د بهرنیو چارو په وزارت کې ویناه کوله وویل:"نن، موږ په داسې یو سفر کې لومړی ګام اخیستی چې بې له شکه ستونزمن دی، خو (همدارنګه) یو مهم، اړین او ضروري سفر هم دی."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپریل راهیسې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د سولې د بې سارې خبرو اترو د پنځو پړاوونو کوربتوب کړی دی.
په دغو خبرو کې په واشنګټن کې د اسرائیل او لبنان سفیرانو د خپلو ټیمو مشري کړی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ډان هولر منځګړی وو.
امریکا دا خبرې اترې په داسې حال کې پیل کړې چې اسرائیل د لبنان د ترهګرې ډلې حزب الله پر وړاندې په یوه لویه پوځي حمله بوخت و. حزب الله ډلې د مارچ په میاشت کې د خپل ملاتړي، ایراني رژیم، سره د همبستګۍ په نوم د اسرائیل د شمالي سیمو پر وګړو ګڼ راکټي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.
تهران هم د امریکا او اسراییلو د هغو ګډو عملیاتو په ځواب کې چې د فبرورۍ په ۲۸مه د رژیم د اټومي وسلو د هیلو او نورو ناوړه فعالیتونو د شنډولو لپاره پیل شوي وو، پر اسراییلو توغندي وتوغول.
روبیو د جمعې په ورځ په یوه خپره شوېاعلامیه کې وویل، حزب الله، د ایران "تر ټولو خطرناک لاسپوڅي په مکرر ډول لبنان د خپل حکومت او خلکو د ارادې خلاف ویجاړونکو جګړو ته راکش کړی، چې تر ټولو وروستی یې دا مارچ و."
روبیو ولیکل:"دا هوکړه د لبنان د حاکمیت د بیارغولو، د حزب الله د بې وسلې کولو او د هغو ترهګریزو زیربناوو د له منځه وړلو لپاره یو روښانه او منظم بهیر رامنځته کوي، او اسرائیل ته دا وړتیا ورکوي کله چې یې وګړو ته ګواښ له منځه لاړ شي، خپلو پولو ته راستون شي."
د روبیو په بیانیه کې ویل شوي چې دا هوکړه د لبنان لپاره د متحده ایالاتو په همکاري یوه درې اړخیزه پوځي همغږۍ ډله (MCG4L) جوړوي.
بیانیه وايي: "د لبنان لپاره، دا چوکاټ له اوږده بحران څخه د وتلو لپاره یوه رښتینې لاره برابروي. د اسرائیل لپاره، دا د خپل شمالي سرحد پر سر د دوامداره ګواښ لرې کولو لپاره یوه د تایید وړ لاره رامنځته کوي."
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د هوکړې له لاسلیک کولو لږ وروسته یو ویډیويي پیغام خپور کړ او دا یې "یوه لویه لاسته راوړنه" وبلله.
هغه وویل چې ددې هوکړې له مخې، اسرائیل لبناني ځواکونو ته اجازه ورکوي چې په جنوبي لبنان کې د دوو "ازمایښتي زونونو" د کنټرول لپاره چمتووالی پیل کړي، کوم چې اسرائیلي ځواکونو په دې وروستیو کې نیولي او د حزب الله له عناصر څخه یې پاک کړي دي.
نتنیاهو وویل، "موږ دوه ازمایښتي زونونه جوړوو – دواړه د اسراییلو د دفاعي ځواکونو په سپارښتنه."
د اسرائیل صدراعظم دا هم وویل چې اسرائیل د لبنان په جنوب کې خپل ډېری هغه زونونه چې خپله یې جوړ کړي "تر هغه وخته پورې ساتي" چې "حزب الله نه وي بې وسلې شوی" او د اسراییلو شمالي ټولنو ته خطر پېښ وي.
د اسراییل صدر اعظم همدا راز دا هوکړه د ایران پر رژیم "یو لوی ګوزار" وباله. هغه وویل تهران هڅه وکړه چې د امریکا-ایران په شخړه کې د اوربند د غځولو په بدل کې، پر امریکا د فشار له لارې اسرائیل د حزب الله له منځه وړلو څخه منع کړي، ځکه چې اسراییل د امریکا یو مهم متحد دی.
ددې میاشتې په پیل کې د امریکا او ایراني رژیم ترمنځ لاسلیک شوی تفاهم لیک د " د لبنان په شمول په ټولو جبهو کې د جګړې د دایمي پای" غوښتنه کوي. اسرائیل د دې تفاهم لیک په ځواب کې وویل چې اسرائیل د لبنان په جنوب کې د اسرائیلي ځواکونو او د اسرائیل پر شمالي سیمو د جزب الله د بریدونو په وړاندې د ځان د دفاع حق لري.
د امریکا لپاره د لبنان سفیره ندا حماده معوض، د جمعې په مراسمو کې په وینا کې دا هوکړه "د لبنان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د بیا رغونې، د دښمنیو د دایمي پای ته رسولو، بېرته خپلو ځایونو ته د لبنانیانو د ستنیدو او په سوله، امنیت او سوکالۍ کې د ژوند کولو اجازه ورکولو په لور لومړی ګام" وباله.
هغې له هوکړې څخه مخکې له اسرائیل سره د امریکا په منځګړیتوب څو ورځنۍ خبرې اترې "اوږدې او ستونزمنې" وبللې.
د حزب الله مشر نعیم قاسم، د جمعې په ورځ د بیروت په جنوبي برخه کې د خپلې ډلې په مرکز کې په یوه وینا کې، یو ځل بیا له اسرائیل سره د لبنان د حکومت خبرې اترې رد کړې.
هغه دا ژمنه هم وکړه چې له لبنان څخه به د ټولو اسراییلي ځواکونو د ایستلو لپاره خپلې جګړې ته دوام ورکړي.