د نړۍ په هرو دریو ښځو کې له یوې سره خشونت کیږي- راپور 

افغانستان په هغو هېوادونو کې راځي چې د ښځو سره خشونت په کې زیات دی

د روغتیا نړیوال سازمان په تازه راپور کې ویلي‌ دي ‌چې په نړۍ کې په هرو دریو ښځو کې یې یوه له فزیکي ‌او جنسي خشونت سره مخامخ ده.

د دغه راپور په اساس د ښځو سره فزیکي ‌او جنسي خشونت د کرونا وبا له پیل کېدو راهېسې زیات شوی دی.

دا راپور نن سه شنبه مارچ نهه (کب ۱۹) خپور شو. د روغتیا نړیوال سازمان له حکومتونو څخه غوښتي چې د ښځو سره زور زیاتی او اقتصادي ‌نابرابري چې له کبله یې ډېر کله ښځې د استفاده کوونکو خلکو لاس ته پریوځي، ختم کړي. ‌وايي حکومتونه باید د خشونت قربانیانو ته خدمتونه وړاندې کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګیبریسوسوویل: « له ښځو سره خشونت په هر هېواد او فرهنګ شته او دا کار میلیونونه ښځې او کورنۍ زیانمنې کړي‌ دي.‌ دا پدېده د کروناویروس په موسم کې نوره هم زیاته شوې ده.»

د هغه تحقیق په اساس چې د ۲۰۰۰ میلادي کال څخه نیولې تر ۲۰۱۸ پورې د هېوادونو د ارقامو په اساس شوی دی، ښيي‌ چې د ۱۵ او ۴۹ کلونو ترمنځ‌ ۸۵۲ میلیون نجونې او ښځې په خپل ژوند کې جنسي او فزیکي خشونت تجربه کوي.

د تحقیق په اساس مېړونه او یا د ژوند شریک د ښځو سره د زور زیاتي‌ لوی عاملین بلل شوي دي چې په وروسته پاتې هېوادونو کې دا پېښې زیاتې دي. څېړونه وايي چې له ښځو سره د خشونت پېښې تر ورکړل شویو شمېرو زیاتې دي.

د دغه تحقیق یوې څېړونګېکلودیا ګارسیا مورینووویل: «دا شمېرې ټکان ورکوونکې دي او هېوادونو ته د خطر یو زنګ دی چې باید له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي لپاره زیات کارونه وکړي.»

نوموړې رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د نړۍ په ځینو برخو کې تر نیمایي زیاتې ښځې له زور زیاتې سره مخامخ دي.

د شمېرو په اساس، کیریباتي، فیجي، پاپوا نیو ګیني، بنګله‌دیش، د کانګودموکراتیک جمهوریت او افغاستان د هغو هېوادونو په لست کې راځي چې له ښځو سره د خشونت ډېرې پېښې په کې کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي‌ که څه هم په اروپا کې له ښځو سره خشونت کم کیږي‌،‌ بیا هم ۲۳ سلنه ښځې له زور زیاتي سره مخامخ دي.