د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: ایران ۲۶۸ افغان بندیان افغانستان ته وسپارل


د ایران لخوا د طالبانو حکومت ته سپارل شوي افغان بندیان
د ایران لخوا د طالبانو حکومت ته سپارل شوي افغان بندیان

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران حکومت لخوا افغانستان ته د ۲۶۸ افغان بندیانو د ورسپارلو خبر ورکړی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل د دوشنبې په ورځ مارچ شپږمه (کب ۱۵) رسنیو ته لېږلې غږیږ پیغام کې ویلي چې دغه افغانان د دواړو هیوادونو ترمنځ تر مذاکراتو وروسته افغانستان ته وسپارل شول.

ښاغلي تکل زیاته کړې: "نن ... د هرات ولایت اسلام قلعه بندر له لاري (۲۶۸) تنه افغان بندیان چې په ایران هیواد کې زنداني وو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د مذاکراتو او توافق په نتیجه کې افغان حکومت ته وسپارل شول."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د لوی څارنوال شمس الدین پهلوان په مشرۍ یو طالب پلاوی د افغان بندیانو د وضعیت ارزولو په هدف د فبرورۍ ۲۴ (کب پنځمه) ایران ته سفر وکړ.

د طالبانو حکومت د رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني هغه وخت ویلي و چې دغه پلاوی به د افغان زندانیانو د وضعیت او هیواد ته د هغوی د انتقال په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې په دغه پلاوي کې د طالبانو د حکومت د زندانونو چارو ادارې عمومي رئیس محمد یوسف مستري او یو شمېر نور طالب چارواکي هم شامل دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه ویلي چې د افغان بندیانو سپارلو توافق څو ورځې مخکې ایران ته د تللي طالب پلاوي د سفر پرمهال وشو. طالب چارواکو د افغان بندیانو ورسپارلو په اړه د ایران حکومت دغه اقدام ستایلی دی.

د ایران حکومت تر دا مهال د طالبانو حکومت ته د یادو افغان بندیانو د سپارلو په اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم تر دا مهاله په ایران کې د افغان بندیانو دقیق شمېر معلوم نه دی، خو ویل کیږي چې د دغه هیواد په زندانونو کې په زرګونه افغانان بندیان دي.

دا په داسې ده چې د افغانستان پخواني حکومت او ایران د زندانیانو د تبادلې یو تړون لاسلیک کړی و چې پر اساس یې سلګونه افغان بندیان هم مهال افغانستان ته انتقال شول.

هغه مهال په کابل کې د ایران سفارت ویلي وو چې شاوخوا ۲۰زره افغانان په ایران کې بندیان دي چې له دې شمېرې د ۲۶۰۰ کسانو دوسیې بشپړې شوي او چمتو دي چې افغانستان ته یې وسپاري.

ویل کیږي چې ایران ته تلوونکي افغانان اکثر د قانوني اسنادو د نشتوالی او مخدره موادو قاچاق او یو شمېر نورو جرمونو له امله د ایران حکومت لخوا بندیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ایران حکومت لخوا د یو شمېر افغان بندیانو د اعدام راپورونه هم ورکړل شوي و.

دمخه د بشري حقونو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو ویلي و چې سلګونه نور افغان بندیان د ایران په زندانونو کې د اعدام له سزا سرمخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تیره ورځ د افغانستان د بل ګاونډي هیواد پاکستان له زندانونو څخه هم د ۱۳۷ افغان بندیانو دخوشي کیدو خبر ورکړ.

په کراچۍ د افغانستان کونسل عبدالجبار تخاري د امریکا غږ ډېوې څانګې ته ویلي چې شاوخوا ۵۵۰ نور افغانان لا هم د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي چې د راخلاصولو هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG