د لاس رسي وړ اتصالات

غني: دوحې ته تلونکی پلاوی د افغان دولت او ملت استازیتوب کوي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوحې غونډې تلونکي پلاوي ته ویلي، طالبان قانع کړی چې له افغان حکومت سره له مذاکراتو پرته بله لار نه‌لرۍ.

ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۲۸مه» یاد پلاوي ته ویلي، چې د افغان دولت او افغان ملت د استازو په توګه د افغانستان واقعیتونه، هیلې، دردونه او لید له طالبانو سره شریک کړي.

نوموړي ویلي:"طالبان قانع کړئ چې دولت سره له مذاکراتو بغیر بله لار نه لري او د جنګ د ختمولو لپاره بله نسخه نه پیدا کېږي، زموږ خپل تاریخ راته وايي چې پردي ‎زموږ لپاره تصمیم نشي نیولی."

هغه د قطر بین الافغاني غونډه یو تاریخي فرصت بللی او زیاته کړې ده چې، د لومړي ځل لپاره له مقابل لوري سره د هر اړخیزو بحثونو زمینه برابره شوې ده.

ولسمشر غني د قطر غونډې ګډونوالو ته د وینا پرمهال
ولسمشر غني د قطر غونډې ګډونوالو ته د وینا پرمهال

په داسې حال کې چې طالبانو مخکې ویلي و که چیري افغان چارواکي په دغه غونډه کې ګډون کوي د حکومت استازیتوب به نه کوي او خپل شخصي نظر به وړاندې کوي، خو ښاغلي غني ویلي چې قطر ته تلونکی پلاوی د افغان دولت او ملت استازیتوب کوي.

نوموړي ویلي:"تاسې د دولت او ملت د سفیرانو او استازو مسوولیت لرئ. له طالبانو سره په زغم، دقت او متانت د ولس د غوښتنو، د نظام د تداوم، قانونیت او د بنسټونو د پیاوړتیا په اړه واضح خبرې وکړئ.د دوی په دردونو، مجبوریتونو، هیلو او نظریاتو باندې ځان پوه کړئ."

ښاغلي غني ویلي، د دې وخت رارسېدلی چې یو بل ومنو او د راتلونکو نسلونو لپاره له ځانځانۍ تېر شو.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ د بېلابېلو ډلو له استازو سره تر سلا مشورو وروسته پرون سې شنبه د دوحې د بین الافغاني ناستې د ګډنوالو ۲۵۰ کسیز نوملړ اعلان کړ.

په دغه نوملړ کې د افغان کابینې ۱۱ وزیران، ۷ معینیان، څلور والیان او څلور تنه د خپلواکو ادارو رئیسان او د سیاسي او جهادي ډلو د استازو ترڅنګ، ۵۴ ښځې هم شاملې دي.

عبدالرب رسول سیاف، پخواني ولسمشر حامد کرزي، کریم خلیلي له دغه پلاوي څخه ملاتړ کړی دی.

سیاف هم له تلونکي پلاوي غوښتي چې د مناظرې او مناقشې نه، بلکې د سولې په نیت لاړ شئ
سیاف هم له تلونکي پلاوي غوښتي چې د مناظرې او مناقشې نه، بلکې د سولې په نیت لاړ شئ

د افغان حکومت اجرائیه عبدالله عبدالله هم ویلي، چې په دغه پلاوي کې د بېلابېلو ډلو استازي شامل دي او هیله یې څرګنده کړې چې د تلوونکي پلاوي هڅې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور د یاد لېست له اعلان سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې په دغه لېست کې حکومتي چارواکي او یا هم د حکومت د خوښې کسان شامل دي.

طالبانو هم د یاد نوملړ تر اعلانېدو یوه ورځ وروسته نن چهارشنبې په یوې اعلامیې د دغه پلاوي د شمېر پر زیاتوالي انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې د غونډي تنظیمونکي د دومره زیاتو کسانو د بللو پلان نه لري.

طالبانو ویلي و چې د دغه اعلان شوي لېست څو محدود شمېر کسان به د دوحې غونډې ته وبلل شي.

ټاکل شوې یاد کسان د روانې اپرېل میاشتې له ۱۹ بیا تر ۲۱مې نېټې په دوحه کې د وسله والو طالبانو له استازو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG