د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د ملي شورا ۱۷مه تقنیني دوره پرانیستله


د افغانستان د ملي شورا ۱۷مه تقنیني دوره د کابل د استازو په نشتون کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شوه.

ولسمشر غني د جمعې په ورځ د«غوايي پر ۶مه» د ملي شورا د پرانیستې پرمهال وویل، چې د ملي شورا نوې دوره باید شپږ میاشتې مخکې پرانیستل شوې وای، خو زیاته کړه چې د انتخاباتو کمېسیون د تېرو ځینو مسؤلینو د «بې کیفاتې» له امله د نتایجو د اعلان د ځنډ له امله وځنډېدله.

نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت په دغو شپږو میاشتو کې د انتخاباتو کمېسیون په چارو کې مداخله نه ده کړې او د نتایجو د اعلان په ځنډ کې هېڅ رول نه درلود.

هغه وویل، د کابل حوزې وکیلانو د نتایجو په اعلان کې ځنډ ورته د منلو نه دی او زیاته یې کړه چې د یادې حوزې د وکیلانو د نتایجو د اعلان لپاره باید مشخصه نېټه وټاکل شي.

خو ښاغلي غني د دې ترڅنګ د ملي شورا د ۱۷ نقنیني دورې په پرانیستلو سر د خوښۍ په ښودلو سره وویل، چې د یادې دورې زیاته برخه ځوان وکیلان جوړوي چې د نوموړي په وینا د یو نوي افغانستان زیری له ځان سره لري.

هغه وویل:"که څه هم زموږ د نظامي او ملکي ادارو لویه برخه ځوانان جوړوي، خو اوس لیدل کېږي چې زموږ د هېواد ملي شورا کې هم اکثریت غړي د ولسواکۍ د عصر تعلیم یافته ځوانان دي. ستاسې په موجودیت کې د ښځو، ځوانانو او د ټول افغانستان د وګړو حقوق به خوندي وي او تاسې به ترې استازیتوب کوئ. زه د دغه تغییر او انتقال پخاطر د افغانستان ټول ملت او ملي شورا ته مبارکي ورکوم."

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې په نوې ملي شورا کې باید د تېرې دورې نیمګړتیاوې او ستونزې تکرار نشي.

افغان ولسمشر له نوو وکیلانو څخه وغوښتل چې له تازه او ګټورو افکارو سره د هېواد او خلکو خدمت وکړي او له تېر څخه په ښه توګه له امنیتي سکټور او اجرائیه قوې سره خپلې اړیکې وساتي.

خو دې ته هم اشاره وکړه چې که چیري امنیتي مسؤلین د ولسي جرګې تر فشار لاندې راوستل شي، د پوځي اسرارو افشا به یې مخالفینو ته ګټه ورسوي.

د افغانستان د اساسي قانون له‌مخې د ولسي جرګې د غړو شمېر ۲۴۹ تنه و چې په ۱۷مه تقنیي دوره کې د یو افغان سیک په اضافه کېدو سره دغه شمېر ۲۵۰ تنو ته لوړ شو.

د ولسي جرګې ۶۸ څوکۍ د مېرمنو لپاره ځانګړي شوي دي.

د دې ترڅنګ د ولسي جرګې په نوې دوره کې د غزني ولایت د تېرې دورې استازي شتون لري چې د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له‌مخې نوي استازې به یې په راتلونکې مېزان میاشت کې تر ټاکنو وروسته ولسي جرګې ته لار پیدا کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د تېر ۱۳۹۷کال د مېزان میاشتې پر ۲۸مه نېټه تر سره شوې چې د کابل پرته د کندز، بغلان، میدان وردګ او کوچیانو د حوزو وکیلان د ملي شورا تر پرانیستي څو ساعته مخکې نن جمعه د ټاکنو کمېسیون لخوا اعلان شول.

د ملي شورا تېره ۱۶مه تقنیني دوره تر ټولو اوږده دوره وه چې له خپلې ټاکلې پنځه کلنې تقنیني دورې څخه یې درې کاله اضافه کار وکړ.

XS
SM
MD
LG