د لاس رسي وړ اتصالات

چین سره په نژدي ولایت بدخشان کې د کرونا ویروس د مخنیوي تدابیر


د بدخشان نسي ولسوالۍ کې روغتیايي ټېم
د بدخشان نسي ولسوالۍ کې روغتیايي ټېم

د بدخشان ولایت روغتیايي چارواکي وايي چې د «کرونا» ویروس د مخنیوي لپاره یې ځینې تدابیر نیولي دي.

بدخشان له چین سره نژدي او سرحد لري.

د بدخشان د روغتیا رئیس ډاکټر نور خاوري د چهارشنبې په ورځ (سلواغې۱۶مه) امریکا غږ ته وویل چې د دغه ولایت په اشکاسم، شغنان، نُسي، خواهان او مایمي ولسوالیو کې جدي تدابیر نیول شوي.

نوموړي زیاته کړه:"موږ په پولو کې یو، یو ټېم ګمارلی دی، که چیري کوم څوک بدخشان ته داخلیږي، چې د یاد روغتیايي ټېم لخوا معاینه شي چې خدای مه کړه بدخشان ته دغه خطر ناک ویروس رانه شي".

د بدخشان د روغتیا رئیس زیاته کړه چې که چیري د کرونا ویروس کومه مثبته پېښه ثبت شي، د هغه د درملنې لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.

هغه وویل چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي په هدف یې په دغه ولایت کې د حج او اوقاف ریاست په مرسته د عامه پوهاوي پروګرامونه په نظر کې نیولي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت هم تېره ورځ په دغه ناروغۍ د احتمالي اخته کېدونکو ناروغانو لپاره یو ځانګړی روغتون چمتو کړ.

دغه وزارت همدارنګه تر دې مخکې له چین څخه غوښتي و چې د دغه ویروس د مخنیوي په هدف افغانستان ته د سوداکریزو شرکتونو استازو او افغانانو ته د راتګ اجازه ورنه کړي.

د افغان چارواکو په وینا تر دا مهاله په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښه نه ده ثبت شوې.

د رویټرز خبري د اژانس له مخې په چین کې د کرونا ویروس له امله تر دا مهاله ۴۹۰ تنه وژل شوي دي.

د چین په ووهان ښار کې ۴۲ افغان محصلین هم پاتې دي چې د افغان چارواکو په وینا هلته د بېړني حالت تر پای ته رسېدو وروسته به را وه ایستل شي.

د افغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز روانه اونۍ وویل چې د یادو محصلینو په ایستلو کې باید بېړه ونه شي.

په کابل کې د چین سفیر د تېرې یکشنبې په ورځ وویل چې په ووهان ښار کې افغان محصلین روغ رمټ او خوندي دي.

هغه وویل چې چین د یادو محصلینو روغتیا ته پوره پاملرنه کوي.

XS
SM
MD
LG