د لاس رسي وړ اتصالات

توقایف په قزاقستان کې د خونړي تاوتریخوالیو په اړه نړیوالې پلټنې رد کړې 


د قزاقستان ولسمشر پدې هیواد کې د پراخو مظاهرو په ترڅ کې د وژونکو تاوتریخوالي د نړیوالو پلټنو په اړه وړاندیزونه رد کړل.

قاسم جومارت توقایف، همداشان هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې هغه د اساسي قانون تعدیل غواړي چې زیات پر واک پاته شي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې چې د قزاقستان د دولت ضد مظاهرې پیل شوې په کې څه دپاسه ۲۰۰ کسان ووژل شول او په زرګونو کسان ټپیان شول.

د قزاقستان ولسمشر او مقامات ادعا کوي چې بهرني ترهګر او جنایتکاران پدې هیواد کې د تاوتریخوالي سبب شوي، خو د خپلو ادعاو په اړه هیڅ مدرک نه وړاندې کوي.

ښاغلي توقایف د هیواد د کړکیچ وروسته په خپله لومړنۍ تلویزیوني وینا کې یو ځل بیا څرګنده کړه چې هیواد یې د بهرنیو سخت دریځو له خوا تر برید لاندې راغلی او د هغه حکومت د پلټنو د ترسره کولو توان لري او بهرنیو مرستو ته اړتیا نلري.

هغه ددې هیواد د یوې رسمي رسنۍ سره په مرکه کې وویل: "دا ډول پلټنو ته اړتیا نه وینم. مونږ خپل خلک لرو چې صادق او قانع دي."

نړیوالو بشري سازمانونو او د اروپایي ټولنې پارلمان د هغو په جمله کې دي چې غواړي پدې هیواد کې نړیوالې څیړنې وکړي.

د مرکزي اسیا ددغه هیواد ولسمشر همداشان ادعا وکړه چې نه غواړي ددې هیواد د پخواني ولسمشر نور سلطان نظربایوف، په څیر د اساسي قانون په تعدیل کولو سره په واک پاته شي. ښاغلی نظربایوف نژدې درې لسیزې د قزاقستان واکمن و.

هغه وویل چې: "نه پوهیږم چې څومره به د قزاقستان ولسمشر اوسم، خو پوره پوهیږم چې د اساسي قانون په اساس له دوه دوره زیات نشم پاته کیدای."

د تاوتریخوالیو ډکو د اعتراضونو په ترڅ کې یو شمیر دولتي ودانۍ او د پولیسو موټرې وسوزول شوې.

د لا زیات تاوتریخوالي د مخنیوي او د ارامۍ د رامنځته کیدو په مقصد د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت د سازمان څه دپاسه ۲۰۰۰ ځواکونه قزاقستان ته تیودول شوي و؛ هغه ځواکونه چې بیا وروسته ددې هیواد نه ووتل.

XS
SM
MD
LG