د لاس رسي وړ اتصالات

آذربایجان او ارمنستان د سولې د مذاکراتو په پیل توافق وکړ


آذربایجان او ارمنستان د قره باغ پر سیمه د شته تاوتریخوالو د له منځه وړلو په هدف د سولې د مذاکراتو په پیل هوکړه وکړه.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان وروسته له هغه په دې اړه اعلامیه خپره کړه چې ښاغلي نوموړي په بروکسل کې د آذربایجان له جمهور رئیس الهام علي یوف سره وکتل. په دې غونډه کې د اروپايي شورا رئیس چارلس میشل هم حاضر وو.

دواړو لورو توافق وکړ چې د اپریل میاشتې تر وروستیو پورې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مشترک سرحد د تعین لپاره ګډه کمیټه جوړه کړي.

د ارمنستان د صدراعظم د دفتر د اعلامیې له مخې، دواړه مشران به ډیر ژر خپلو د بهرنیو چارو وزیرانو ته لارښونه وکړي چې د سولې د مذاکراتو لپاره چمتوالی پیل کړي.

تیره میاشت، ارمنستان وویل هیله من دی چې روسیه آذربایجان مجبور کړي چې خپل ځواکونه د قره باغ له سیمې بیرون کړي خو آذربایجان وویل چې هغه سیمه د یاد هیواد تر حاکمیت لاندې ده.

په ۲۰۲۰ کال کې اذري قواوو د ارمنستان یو شمیر ځواکونه له هغې سیمې بهر کړل چې د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې یې کنټرول پرې درلود.

د شپږو اوونیو هغه جګړه چې د آذربایجان او ارمنستان د ځواکونو ترمنځ وشوه او په زرګونه کسان پکې ووژل شول د ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې د روسیې په منځګړیتوب پای ته ورسیده او ارمنستان د قره باغ د سیمې یو شمیر برخې اذربایجان ته تسلیم کړې.

ارمني بیلتون غوښتونکو په ۱۹۹۰ لسیزه کې په یوې خونړۍ جګړه کې د قره باغ سیمه ونیوله او په یاده جګړه کې ۳۰ زره کسان ووژل شول.

د قره باغ اکثریت وګړي ارمنیان دي خو دا سیمه په بشپړ ډول د آذربایجان په خاوره کې موقعیت لري.

XS
SM
MD
LG