د لاس رسي وړ اتصالات

د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان نوې کابینې لوړه وکړه 


د پاکستان نوی صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان نوی صدراعظم شهباز شریف

په پاکستان کې د نوي صدر اعظم شهباز شریف په مشرۍ د دغه هېواد د نوې کابینې ۳۷ غړو د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۹ (وري۳۰) د وفادارۍ او هېواد ته د خدمت کولو لوړه وکړه.

د پاکستان سرپرست ولسمشر صادق سنجراني د لوړې د مراسمو مشري په غاړه لرله چې په دولتي‌ تلویزیون هم ژوندۍ خپرېدل. د کابینې په وزیرانو سربېره ځینو ځانګړو مشاورانو هم د وفادارۍ سوګند وکړ.

د پاکستان نوې کابینه تر ډېره د واکمن ګوند شهباز شریف او د پاکستان د پیپلز (خلکو) د ګوندونو له غړو څخه جوړه ده.

همدغو دوو ګوندونو د مخکني صدراعظم عمران خان د لېرې کولو لپاره ایتلاف جوړ کړی و او په پارلمان کې یې هغه ته د عدم اعتماد رایه ورکړه او له واک څخه یې لېرې کړ.

د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند شاوخوا څلور کاله وروسته بیا په واک کې شو چې په نوې کابینه کې ۱۶ څوکۍ او د پاکستان د خلکو ګوند ۱۱ څوکۍ لري او پاتې نورې څوکۍ یې د نورو ایتلافي ګوندونو غړو ته ورکړل شوې دي.

د مسلم لیګ نواز ځینې مخکښ غړي لکه خواجه محمد اصف، احسان اقبال، ایاز صادق او مریم اورنګزیب هم د کابینې غړي ‌دي.

د پاکستان د خلکو د ګوند (پیپلز پارټۍ) ځينې مخکښې څېرې د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره حنا رباني کهر، په واشنګټن کې د پاکستان پخوانۍ سفیره شیري رحمان او یو بل پخوانی وزیر خورشېد شامل هم د نوې کابینې برخه دي.

دا نوې کابېنه داسې مهال لوړه کوي چې د پاکستان مخکنی صدراعظم تور لګوي چې سیاسي ګوندونو د واشنګټن په مرسته هغه له واک څخه لېرې کړی دی. واشنګټن او سیاسي ګوندونو دا تورونه رد کړي‌ دي.

عمران خان له واک څخه تر لېرې کېدو وروسته، په پاکستان کې احتجاجي مظاهرې پیل کړي‌ دي.

XS
SM
MD
LG