د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د خبریالانو مرکز: خبریالانو سره تاوتریخوالی زیات او اطلاعاتو ته لاس رسی محدود شوی


د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو راپور کې ویلي چې د طالبانو حکومت لخوا د رسنیو کار کوونکو د نیونو، ګواښلو او ډارولو د بېساري زیاتوالي سره هم مهاله،په دغه هیواد کې اطلاعاتو ته لاس رسی هم محدود شوی دی.

د خبریالانو د ملاتړ دغه بنسټ پرون سه شنبه اګست ۲۳ (وږي لومړۍ) ویلي: "د طالبانو د یو کال حاکمیت پر مهال، د بیان ازادۍ محدودېدو په وړاندې اقدامات زیات شوي، په ځانګړي ډول د خبریالانو او رسنیو د کار کوونکو نیونې، ګواښل او ډارول په بېساري توګه هم زیات شوي دي، په دغه هیواد کې اطلاعاتو ته لاس رسی هم ډېر محدود شوی دی."

د دغه بنسټ په راپور کې ویل شوي چې د یاد وضعیت له امله زیاتو رسنیو له تحقیقي راپورنو او «ننګونکو» مرکو له تر سره کولو څخه ډډه کړې ده او په خبره یې د افغانستان په رسنیو کې خپل سانسورول زیات شوي دي.

د دوی په وینا پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت له پیل څخه بیا تر دا مهاله د خبریالانو او رسنیو د کار کوونکو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۴۵ پېښې ثبت شوي دي چې په غه کې نیول، وهل ټکول، ګواښل، او وېرول شامل دي.

په راپور کې ویل شوي چې پر افغانستان د طالبانو حاکمیت په لومړیو ورځو کې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د داعش ـ خراسان څانګې په ځانمرګي برید کې د رها خبري آژانس خبریال علي رضاء احمدي او یوه بله خبریاله نجمه صادقي ووژل شول.

په راپور کې راغلي چې په دغه موده کې د خبریالانو د لنډ مهال نیولو ۱۳۰ پېښې ثبت کړي دي، خو وايي چې په هرات کې د نوروز راډیو پخوانی خبریال خالد قادري، په دایکندي کې د آفتاب راډیو دیر مسؤل میزا حسني او په کاپیسا کې د پژواک آژانس خبریال عبدالحنان محمدي لا هم له طالبانو سره بندیان دي.

د افغانستان د ازادو خبریالانو مرکز په راپور کې ویل شوي چې په تیر یو کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ انځوریزي او نځوریزو رسنیو څخه تقریباً نیمايي خپل فعالیتونه بند کړي دي.دغه بنسټ اقتصادي ستونزې، محدودیتونه او بهر ته د سلګونو خبریالانو وتل د یادو رسنیو د بندېدو له اصلي لاملونو څخه یاد کړي دي.

تر دې مخکې د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي و په تیر شاوخوا یو کال کې په دغه هیواد کې ۲۱۹ چاپي، غږیزي او انځوریزې رسنۍ بندې شوي دي.

د رسنیو د تخطۍ کمیسیون فعالیت پیلېدل

په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د اندېښنو سره هم مهاله، طالب چارواکو د رسنیو د تخطۍ کمیسیون د کار پیلېدو خبر ورکړ.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د یاد کمېسیون لومړۍ ناسته تیره وررځ د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټونو د استازو او طالب چارواکو ترمنځ تر سره شوه.

نوموړي زیاته کړې چې یاد کمېسیون به پخپلو ناستو کې د رسنیو اړوند ستونزې څیړي او بیا به مناسبې حل لارې ورته پیدا کوي.

پر همدې مهال د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو انجمن د دغه کمېسیون د بیرته فعالېدو هر کلی کړی او ویلي یې دي چې طالب چارواکو په دغه ناسته کې د ټولو ادارو لخوا په رسنیزو چارو کې د نه مداخلې ډاډ ورکړی دی.

د دغه بنسټ مشر حجت الله مجددي خبریالانو ته په استولي پیغام کې ویلي: "د افغانستان د ازادو ژورنالستانو انجمن د رسنیو د سرغړونو د مخنیوي لپاره د تخطیو د مخنیوي کمیسیون بیا فعالېدو هر کلی کوي... او هغه د هیواد رسنیو د هڅونې سرچینه بولي."

د افغانستان د ازادو خبریالانو مرکز له طالب چارواکو څخه غوښتي چې د رسنیو اړوند قوانین په ځانګړې توګه د رسنیو او اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د تصویب او تطبیق په برخه کې خپل ژمنتیا اعلان کړي.

یاد بنسټ همدارنګه د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د خبریالانو نیول پای ته ورسوي.

بلخوا د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخوا نن چهارشنبه په کابل کې له خبریالانو او رسنیو له استازو سره یوې غونډې کې ویلي چې حکومت یې د بيان آزادۍ ته ژمن دی او د رسنيو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه یې هڅې روانې کړي دي.

نوموړي له رسنیو څخه غوښتي چې پخپلو خپرونو کې د ملي ګټې په پام کې نیولو سره خپل رسالت په سمه توګه ادا کړي.

XS
SM
MD
LG