د لاس رسي وړ اتصالات

په چمن کې د پاکستان او طالبانو د سرتېرو ترمنځ نښته شوې- راپور 


«باب دوستي»
«باب دوستي»

له پاکستان څخه راپورونه وايي چې په چمن کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «باب دوستي په نامه سرحدي» سیمې کې د دواړو خواو سرتېرو په یو بل ډزې کړې دي چې تلفات هم لري.

په سیمه کې یو پاکستاني امنیتي چارواکي امریکا غږ ډیوې ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې په ډزو کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي‌ دي. هغه ویلي دي چې طالبانو ته هم زیان اوښتی دی خو دقیق معلومات یې نشته.

په سیمه کې ځينو سرچېنو ویلي دي‌ چې ډزې له هغه وروسته وشوې چې «یو وسله وال له افغان لوري پاکستاني لورې ته واوښت او په پاکستاني عسکرو یې ډزې» وکړې. وايي له دغو ډزو وروسته پاکستاني سرتېرو هم ډزې وکړې او په ځواب کې یې طالبانو هم ډزې پیل کړې.

په سپین بولدګ کې روغتیایي سرچېنو هم ویلي دي چې اوه زخمیان ور وستل شوي دي.

د باز محمد په نوم یو عیني شاهد وايي چې ډزې زیاتې وې او د ډزو په وخت کې ښځو او ماشومانو یوې او بلې خوا ته منډې وهلې.

لا دقیق معلومات نشته چې دغه وسله وال څوک و او اوس چېرې دی. په افغانستان کې د طالبانو حکومت او په اسلام اباد کې حکومتي چارواکو لا د دغې پېښې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

راپورونه وايي چې له پېښې وروسته «باب دوستي» هم تړل شوې ده او په دروازې باندې د خلکو تګ راتګ هم بند شوی دی. البته دلته تر دې مخکې هم د دواړو خواو ترمنځ اخ او ډب شوی دی.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویدیو خپره شوه چې په کې ادعا شوې د پاکستان د سرحد ځينې ماموران له افغان کډوالو او ښځو سره ناوړه چلند کوي.

دې ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر خلکو غوصه هم پارولې او هغوی د طالبانو له حکومت څخه غوښتي دي چې په دې اړه لاس په کار شي.‌ په یوه ویدیو کې یوه «افغانه مېرمن» ادعا کوي چې د پاکستان د سرحد یو مامور یې د بدن په خصوصي ځایونو لاس وهلی دی.

معلومه نه ده چې دا ویدیو کله او چېرې ثبت شوې ده،‌ امریکا غږ هم دا ویدیو نه تائیدولا او نه هم ردولای شي.

XS
SM
MD
LG