د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن: ناټو کې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره به ژر له ترکیې سره خبرې پیل شي 


د ترکیې او سویډن ولسمشران
د ترکیې او سویډن ولسمشران

د ترکیې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د رجب طیب اردوغان له بري وروسته د سویډن د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دواړه هېوادونه به ژر په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه بحث پیل کړي.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلسټروم د «اس وي ټي» خبري شبکې ته ویلي دي چې هغه باید د «پنجشنبې په ورځ په اوسلو کې د ناټو په غونډه کې له خپل ترکي سیال مولود چاوش اوغلو سره لیدلي» وای.

د نوموړي ویاند وویل چې بیا دوی «ته خبر ورکړل شو چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر نه راځي او کومه غونډه به نه» وي. مګر ویاند زیاته کړه چې دا غونډه به «ژر» وشي.

روسیې د ۲۰۲۲کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې یرغل پیل کړ او له هغه وروسته سویډن او فنلنډ په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه کولو هلې ځلې پیل کړې. فنلنډ غړیتوب ترلاسه کړ، خو ترکیې د سویډن د غړیتوب سره مخالفت څرګند کړی.

ترکیه د ناټو غړې ده او په دغه سازمانو کې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د ټولو هېوادونو موافقه مهمه ده. د ترکیې او سویډن ترمنځ اختلافات له پخوا راهېسې روان دي.

سویډن په ترکیې باندې د بشري حقونو څخه د سرغړونې له کبله انتقادونه کوي او دموکراسۍ ته یې ژمنه نه بولي.

خو ترکیه بیا سویډن تورنوي چې د هغې اورپکې ډلې غړي یې ساتلي چې ترکیه یې ترهګر بولي. او د تېرکال د جون په میاشت کې په مادرید کې شوي تړون ته ژمن نه دی چې په کې ویل شوي وو سویډن به د ترکیې امنیتي اندېښنو ته پام کوي.

په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه بحثونه په ترکیې کې د ټاکنو له کبله ځنډېدلي وو. اردوغان تېره ورځ دویم دور تاریخي انتخابات وګټل.

رویټرز خبري اژانس وايي د سویډن د بهرنیو چارو وزیر بیلسټروم هیله وښوده چې اوس به په اړوندو مسائیلو باندې خبرې اترې چټکې شې. نوموړي وویل د سویډن حکومت هیله لري چې په لیتوانیان کې د جولاۍ په میاشت کې د ناټو د غونډې څخه مخکې سویډن د دغه سازمان دوه دېرشم غړی شي.

XS
SM
MD
LG