د لاس رسي وړ اتصالات

میانمار کې له پوځي کودتا وروسته ۶۰۰۰ ولسي خلک وژل شوي- راپور


د "اوسلو د سولې تحقیقي انستیتوت" نن سه شنبه جون ۱۳ (جوزا۲۳) په خپل یو راپور کې وویل چې په میانمار کې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ د میاشتې له پوځي کودتا وروسته تر دې دمه څه باندې ۶۰۰۰ ولسي خلک وژل شوي دي.

د دغه راپور یو چمتو کوونکي سټین تونیسون په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «زموږ معلومات ښيي چې انساني تلفات تر هغه زیات دي چې مخکې یې په اړه راپور ورکړل شوی و، جنتا [پوځ] اصلي قاتله ده، خو د جنتا د مخالفو ځواکونو لاسونه هم په ډېرو وینو ککړ دي.»

په راپور کې ویل شوي دي چې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه نیولې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر تر ۳۰ نېټې پورې، د «سیاسي عواملو» له کبله ۶۳۳۷ کسان وژل شوي او ۲۶۱۴نور ژوبل دي. دا شمېر تر هغه ډېر زیات دي، چې نړیوالو سازمانونو او نورو خپرې کړې وې.

راپور وايي چې رژیم [پوځ، پولیس او ملېشه] د ۳۰۰۳ کسانو په وژلو کې دخېل دی او ۲۱۵۲ نور کسان د مخالفو وسله والو ډلو له لوري وژل شوي دي.

همدغه راز په راپور کې ویل شوي دي چې ۱۱۷۰ کسان د ناڅرګندو عاملینو له لوري وژل شوي او ۱۲ تنه نور بیا د داسې خلکو له لوري وژل شوي چې نه د رژیم او نه د رژیم مخالفین دي.

راپور وايي: «د تلفاتو شمېر تر هغه ډېر زیات دی چې په مطبوعاتو کې خپور شوی دی، او دا هم یو اټکل دی چې د باوري رسنیو د راپورونو په اساس برابر شوی دی. اصلي شمېره به ځکه لوړه وي چې د ډېرو وژنو په اړه راپور ورکړل شوی نه دی.»

په میانمار کې پوځ په ۲۰۲۱ کال کې کودتا وکړه او د ان سان سوچي په مشرۍ یې منتخب دموکراتیک حکومت ړنګ کړ. له هغه وروسته د راپورونو په اساس، پوځ د سیاسي مخالفانو ځپل پیل کړي او په سیمه کې د بشري حقونو د څار د یوې ډلې د معلوماتو په اساس څه باندې ۲۳۰۰۰ کسان یې نیولي دي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو د میانمار پوځ غندلی دی چې په توپان کې اېسارو شاوخوا یو میلیون خلکو ته یې د بشري مرستو د رسولو مخه نیولې ده. ملګري ملتونه وايي چې پوځ سیمې ته سفرونه ځنډولي دي.

تېره میاشت په میانمار او بنګله دېش کې سخت توپانونه او بارانونه وشول چې د چارواکو په وینا په میانمار کې یې لږ تر لږه ۱۴۸ کسان یې ووژل.

توپان د راخین په ایالت کې د روهینګیا خلکو کمپونو هم ځپلي دي، دغلته د پوځ له عملیاتو وروسته لسګونه زره خلک په سرپناو کې ځای په ځای شوي دي او میلیونونه نور یې ګاونډي بنګله دېش ته تښتېدلي دي.

XS
SM
MD
LG