د لاس رسي وړ اتصالات

المالکي د عدالت نړیوالې محکمې کې اسرائیل په 'استعمار او اپارتاید' تورن کړ


ریاض المالکي د فلسطین د خبلواکې ادارې د بهرنیو چارو وزیر
ریاض المالکي د فلسطین د خبلواکې ادارې د بهرنیو چارو وزیر

د فلسطین د خپلواکې ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي نن دوشنبه فبروري ۱۹ (سلواغه۳۰) د عدالت نړیوالې محکمې ته وویل چې فلسطینیان د اسرائیل تر « استعمار او نژادي تبعیض (اپارتاید)» لاندې رنځ ګالي او د دغې محکمې قاضیان باید ژر او له قید او شرط پرته د اشغال د ختمېدو پرېکړه وکړي.

المالکي وویل: «فلسطینیانو استعمار او نژادي تبعیض زغملی... داسې خلک شته چې د داسې خبرو په اورېدو غوصه کېږي، هغوی باید زموږ د رنځ ګاللو په واقعیت په غوصه شي.»

د عدالت نړیواله محکمه په همدې اوونۍ کې د ۱۹۶۷ راهېسې د اسرائیل د اشغال د قانوني پایلو په اړه استماعیه غونډې کوي. په دغو بیسارو غونډو کې به د متحدو ایالتونو او روسیې په ګډون ۵۲ هېوادونه شواهد او مدارک وړاندې کوي.
دغه فلسطیني مقام همدغه راز له قاضیانو څخه وغوښتل چې د اسرائیل له لوري د فلسطیني ځمکو اشغال غیر قانوني اعلان کړي.

هغه وویل: «په عدالت کې ځنډ بې عدالتي‌ ده، ډېر وخت کېږي چې فلسطینیان له عدالت بې برخې دي او اوس یې وخت دی چې دغو دوه ګونو معیارونو ته، چې زموږ خلک یې له ډېر وخت راهېسې اسیر نیولي، د پای ټکی کېښودل شي.»

د ۲۰۲۲ د ډسمبر په میاشت کې ملګرو ملتونو د عدالت له نړیوالې محکمې څخه وغوښتل چې د فلسطین په اشغال شویو ځمکو کې د اسرائیل د تګلارو او اقداماتو څخه د پیدا شویو حقوقي عواقبو د پایلو په اړه یو غیر الزامي مشورتي تفسیر وړاندې کړي.

د دغې محکمې نظر او لیدلوری الزامي نه دی، خو داسې وخت کېږي چې اسرائیل د غزې د جګړې له کبله تر سختو نړیوالو فشارونو لاندې دی.

د عدالت د نړیوالې محکمې دا استماعیه غونډې د جنوبي افریقا له عریضې څخه وروسته کېږي، چې اسرائیل یې په کې په غزې کې په عامه وژنو تورن کړی.

د فلسطین د خپلواکې ادارې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د معافیت او مجازاتو نه ورکولو له کبله په غزې کې عامه وژنه روانه ده. هغه وايي: «اسرائيل ته د مجازاتو د معافیت ختمول یو ضروري اخلاقي، سیاسي او حقوقي کار دی.»

د عدالت نړیوالې محکمې د جنوري په میاشت کې یو حکم صادر کړ او له اسرائیل څخه یې وغوښتل چې د عامه وژنو د مخنیوي او غزې ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره هر څه چې کولای شي ویې کړي.

اسرائیل د ۱۹۶۷ د جون په میاشت کې په شپږ ورځنۍ جګړې کې ځینې عرب هېوادونه وځپل او د لویدیځې غاړې په ګډون یې ختیځ بیت المقدس ونیول. همدغه راز یې له سوریې څخه د ګولان لوړې، په فلسطین کې یې لویدیځه غاړه او له مصر څخه یې د سینا ټاپو ونیول. اسرائیل بیا په ۷۰زره کیلو میتر مساحت ځمکې کې مېشتېدل پیل کړل.

ملګرو ملتونو په ۱۹۷۹ کال کې د فلسطیني ځمکو اشغال غیر قانوني وباله او قاهرې د ۱۹۷۹ کال په تړون کې د سینا ټاپو بېرته ترلاسه کړ.

د عدالت نړیواله محکمه به د دغه کال تر پای پورې خپله پرېکړه کوي، خو اسرائيل په دغو استماعیه غونډو کې ګډون نه کوي.

د اسرائيل صدراعظم په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو په هغې غوښتنې انتقاد وکړ او هغه یې «نفرت پاروونکې» وبلله چې د عدالت له نړیوالې محکمې څخه یې غوښتي وو چې د اسرائیل د اقداماتو په اړه تحقیقات وکړي.

د بشري حقونو څار ډلې ویلي دي چې د عدالت د نړیوالې محکمې پرېکړې الزامي نه دي، خو اخلاقي‌او حقوقي وزن لري چې بالاخره به په نړیوالو قوانینو کې ثبت شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG