د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د پولیو واکسین څخه د انکاري کورنیو شمېر تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی- مسؤولین


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د فراه ولايت روغتيايي چارواکي وايي چې د پوليو واکسين له تطبيق سره د خلکو همکاري زياته شوې او د هغو کورنيو په شمېر کې چې له واکسین څخه انکار کوي د پام وړ کموالى راغلى دى.

دوی په دې برخه کې د پرمختګونو خبر ورکوي او وايي چې دغه پرمختګونه د اړوندو ادارو، چارواکو او خلکو په ګډې همکارۍ شوي دي.

د فراه د عامې روغتیا رئیس، مولوي احسان الله شاکر وایي چې اوس مهال د ګوزڼ ضد واکسین له کوم خنډ پرته پلي کیږي.

نوموړي وویل: "د هغو کسانو په تړاو چې د واکسین څخه انکار کوي یا واکسین ردوي او نه پریږدي چې بچیان یې واکسین شي، باید ووایو چې په فراه کې د دغه ډول کسانو فیصدی ډیره لږه ده او بیخي یو یا نیم فیصد ته رسیږي."

ښاغلی شاکر زیاتوي چې د یوې اغیزمنې تګلارې په مټ یې د ګوزڼ ضد واکسین د اړوندو ښکیلو اړخونو یو کمیټه رامنځته کړې او هڅه یې دا ده چې په معقول ډول انکاري کورنیو ته قناعت ورکړي.

هغه زیاته کړه: "د هغوی د قناعت لپاره غوره لار داده چې د عامې روغتیا ریاست، د روغتیا د نړیوال سازمان او د یونیسف استازي، د کلي ملا امام او سپین ږیږي د ولسوال تر څارنې لاندې د انکاري کورنیو سره خبرې وکړي او هغوی ته په یوه معقوله طریقه قناعت ورکړي."

د فراه قومي مخور د دې پرمختګ هرکلی کوي او غواړي چې دا ناروغي ژر تر ژره له افغانستانه له منځه ولاړه شي.

د فراه یو تن قومي مخور، فتح محمد امریکا غږ ته وویل: "دا واقعاً یو مثبت خبر دی او مونږ د چارواکو څخه مننه کوو چې کوښښ کوي زمونږ اولادونه د دې ناروغۍ څخه وژغوري. پولیو خو داسې ناروغي ده چې علاج نه لري او تر ټولو مهمه دا چې په ټولې نړۍ کې دغه ناروغي ورکه شوی ده نو مونږ هم باید له دی شر څخه خپل ځانونه خلاص کړو."

روغتیایي کارپوهان او اړوند چارواکي په ټینګار سره وایي چې د ماشومانو ګوزڼ خورا خطرناکه او ساري ناروغي ده چې درملنه نه لري، او یوازینۍ د حل لاره یې دوه څاڅکې واکسین دی چې ټولو ماشومانو ته په وخت باید ورکړل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG