د لاس رسي وړ اتصالات

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ژوندی سپینه ماڼۍ امریکا غږ ته: امریکا د هرمز تنګي د محاصرې بهیر پیل کړ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اپرېل ۱۲مه] اعلان کړی چې هېواد به یې په "لنډ وخت" کې د هرمز تنګي محاصره کول پیل کړي څو لدې ستراتیژیکې لارې د کښتیو د تګ راتګ مخه ونیسي.

۲۰:۲۰ ۹.۱۲.۱۴۰۴

وروسته له هغې چې تهران د امریکا او اسرائیل له لوري پر ایران د بریدونو په ترڅ کې کوربه هېوادونه د توغندیو په پرله‌پسې بریدونو په نښه کړل، په منځني ختیځ کې د امریکا سفارتونو د خپلو کارکوونکو په ګډون له امریکايي اتباعو، غوښتي چې ځانونه خوندي کړي او خپل تګ راتګ محدود کړي.

متحده عربي اماراتو او قطر هر یوه راپور ورکړی چې د ایران له لوري د توغندیو د بریدونو لږ تر لږه دوه څپې یې شنډې کړې دي. ابوظبۍ مخکې راپور ورکړی و چې د را لوېدلو ټوټو له امله لږ تر لږه یو کس، چې یو اسیایي تبعه و، وژل شوی دی.

۲۰:۱۹ ۹.۱۲.۱۴۰۴

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په "ټول ایران کې" له امریکایي وګړو څخه د یوې خبرتیا په خپرولو سره غوښتنه وکړه چې د پوځي عملیاتو د دوام له امله تر "بلې خبرتیا پورې" په هغه ځای کې چې دي هماغلته دې ځانونه خوندي وساتي. په دې پیغام کې لاندې سپارښتنې هم د "ضروري اقداماتو" په توګه وړاندې شوي دي:

خپلې استوګنې یا بله خوندي سیمه کې یو مصون ځای پیدا کړئ. یو څه خواړه، اوبه، درمل، او نور اړین توکي له ځانه سره ولرئ.

د مظاهرو څخه ډډه وکړئ، کوښښ وکړئ چې تاسو ته توجه جلبه نشي، او د خپل شاوخوا چاپیریال په اړه با خبره اوسئ.


۲۰:۰۹ ۹.۱۲.۱۴۰۴

د منځني ختيځ هېوادونو وروسته له دې چې متحدو ایالتونو او اسرائيل د تهران پر وړاندې پراخ عمليات پيل کړل، د ايران لخوا بریدګر عمليات وغندل.

د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د شنبې په سهار د ايران پر وړاندې د پوځي عملياتو تر اعلان وروسته د منځني ختيځ په بېلابېلو سيمو کې چاودنې شوي دي. امريکا په قطر، کویټ او بحرين کې پوځي اډې لري، او دا درې هېوادونه راپور ورکوي چې د ايران له لوري بريدونه شنډ کړي دي.

۲۰:۰۸ ۹.۱۲.۱۴۰۴

د امریکا متحده ایالتونه او اسرائیل وایي چې د شنبې په ورځ یې پر ایران "لوی پوځي" برید پيل کړ.
د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ایران د رژیم په وړاندې د لویو جنګي عملیاتو تایید وکړ او په داسې حال کې چې بریدونه روان وو له ایرانیانو یې وغوښتل چې "خپل حکومت په خپل واک کې واخلي".

هغه وویل: "لږ څه مخکې، پوځ په ایران کې پراخ جنګي عملیات پیل کړل. زموږ موخه دا ده چې د ایران د رژیم له لوري رامنځته کېدونکي عاجل ګواښونه له منځه یوسو، څو د امریکا خلک خوندي کړو. دا د یو ظالم او ډېر سخت رژیم خلک دي. د دوی ګواښوونکې اعمال په مستقیم ډول متحده ایالتونه، زموږ سرتېري، زموږ بهرنۍ اډې، او زموږ متحدین په ټوله نړۍ کې له خطر سره مخ کوي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG