د امریکا وسلهوالو ځواکونو د شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۸مه وویل چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر یې د «حماسي غضب عملیاتو» په لومړۍ څپه کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د سوق او ادارې تاسیسات، د هوايي دفاع وړتیاوې، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د توغولو مرکزونه او پوځي هوايي ډګرونه په نښه کړي دي.
د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې عملیاتو کې د امریکايي سرتېرو د مرګ ژوبلې یا ټپي کېدو هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی. په اعلامیه کې راغلي: «د امریکا تاسیساتو ته اوښتی زیان ډېر کم و او پر عملیاتو یې اغېز نه دی کړی.»
د امریکا د متحدو ایالتونو قانون جوړوونکو او نړیوالو مشرانو وروسته له هغه غبرګونونه ښودلي چې د شنبې په ورځ سهار وختي امریکا او اسرائیلو په ایران باندې پراخ پوځي عملیات پیل کړل.
د امریکا د سنا د اکثریت مشر جان ټیون وویل، د ایران "نه ستړې کېدونکي" اټومي ارمانونه، د بالیستیک توغندیو د زېرمو پراختیا، او په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړ "د امریکا وسله والو ځواکونو، د سیمې اتباعو او زموږ د ډیرو متحدینو لپاره یو څرګند او د نه منلو وړ ګواښ دی."
نړیوالو مشرانو هم په ایران کې د امریکا او اسرائیلو د عملیاتو په اړه څرګندونې کړې او ټینګار یې کړی چې ایران باید د اټومي وسلو د پراختیا اجازه ترلاسه نه کړي.
د کاناډا صدراعظم مارک کارني د امریکا له اقدام څخه ملاتړ څرګند کړی دی.
په منځني ختيځ کې یو شمېر هېوادونو د ایران لخوا بریدونه غندلي دي.
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د شنبې په سهار د ايران پر وړاندې د پوځي عملياتو تر اعلان وروسته، د منځني ختيځ په بېلابېلو سيمو کې چاودنې شوي دي. متحده ایالتونه په قطر، کویټ او بحرين کې پوځي اډې لري، او دغو هېوادونو راپور ورکړی چې د ايران له لوري بريدونه یې شنډ کړي دي.
د قطر د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه هېواد دوه ځله له حملو څخه د خپل سرحد دفاع کړې ده او تر لومړنۍ ارزونې پورې هېڅ ډول زیان يا تلفات نه دي ثبت شوي.
د امریکا د متحدو ایالتونو او اسرائیل له لوري پر ایران له بریدونو ورسته، د ایران میزایلونه د بحرین، قطر، متحده عربي امارات او کویټ په لور توغول شوي چې زیاتره یې خنثی شوي دي.
د اسرائیل لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، له متحدو ایالتونو سره د یو ګډ برید اعلان وکړ چې وايي "د ضرورت تر وخته به دوام وکړي". ولس ته د لومړي وزیر نتنیاهو پیغام لوستلای شئ.
"زما وروڼو او خويندو اسراییلیانو يو ساعت مخکې، اسرائيل او متحده ايالتونو د ايران د ترهګر رژيم له خوا د موجود ګواښ د له منځه وړلو لپاره پوځي عملياتو پيل کړل.
زه له خپل ستر ملګری، ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د هغه د تاريخي مشرتابه لپاره مننه کوم.
د ۴۷ کالو لپاره، د آيت الله ګانو رژيم د "اسرائيلو ته مرګ" او "امريکا ته د مرګ" شعارونه ورکړي دي. دې رژیم زموږ وينه تويه کړې ده، ډير امريکايان يې وژلي دي، او خپل خلک يې هم قتل کړي دي.