د امریکا د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر پیت هیګسیت د ایران د رژیم په وړاندې د امریکا او اسراییل ګډ عملیات په تاریځ کی تر ټولو "وژونکي، پیچلي او دقیق" عملیات وبلل.
د جنګ وزیر د ایکس په ټولنیزې شبکې کې ولیکل چې ایران یوې موافقې ته د رسیدو فرصت درلود خو له هغه څځه یې ډډه وکړه او اوس یې بیه پرې کوي. هغه ولیکل: دا جګړه متحدو ایالتونو پیل نه کړه، خو سر ته به یې ضرور ورسوي."
د ایران پر تاسیساتو د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته، د فارس خلیج د ځینو هیوادونو په وړاندې د تهران غچ اخیستونکو غبرګونونو د عربي حکومتونو ترمنځ د نارضایتۍ څپه رامینځته کړې او د ایران پر وړاندې د سیمه ییزې جبهې د جوړولو نښې یې راپارولي دي.
ایران تر اوسه پورې په قطر، بحرین، متحده عربي اماراتو او کویټ د توغندیو بریدونه کړي دي، او ادعا کوي چې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کوي.
سعودي عربستان پر عمان د ایران برید وغانده او په هغو اقداماتو کې یې د عمان سره د "بشپړ پیوستون" اعلان کړ.
د اسرائیل د دفاعي ځواکونو (IDF) ویاند ایفي دیفرین اعلان وکړ چې د ایران د رژیم دفاعي مشرتابه څو مهم شخصیتونه یې له منځه وړي دي.
د اسرائیل د دفاعي ځواکونو (IDF) ویاند ایفي دیفرین څوشیبې دمخه د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې نن سهار (شنبه د فبرورۍ ۲۸) د اسرائیل هوايي ځواک سلګونو جنګي الوتکو، د اسرائیل د دفاعي ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، په ایران کې د هغه ترهګر رژیم اړوند سلګونه پوځي هدفونه وویشتل.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ څو شیبې دمخه د امریکا او اسراییل په ګډو پوځي عملیاتو کې د ایران د مذهبی مشر آیت الله علي خامنه یي د وژل کیدو خبر ورکړ.
هغه پخپلې ټولنیزې شبکې تروټ سوشل کي لیکلي دي: "خامنه یي، چې د تاریخ له تر ټولو بدو خلکو څخه یو و، مړ شوی دی. دا نه یوازې د ایران د خلکو لپاره عدالت دی، بلکې د ټولو امریکایانو او هغو خلکو لپاره هم، غوره خبر دی چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه دي او د خامنه یي او د هغه د وینې تږي غلو ډلو لخوا وژل شوي یا معیوب شوي دي."