د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان اروپايي ټولنې ته: د افغان کډوالو جبري ایستل ودروئ


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره د مناسبو شرایطو د نشتوالي له امله له اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر ودرولو غوښتنه شوې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمدرضا باهر د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۸ (زمري ۶) امریکا غږ ته وویل د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه ۳۰۹ افغان کډوال له اروپايي هېوادونو په ځانګړې توګه جرمني او سویډن څخه ایستل شوي دي.

ښاغلي باهر د افغانستان په زیاترو ولایتونو کې د ناامنیو زیاتوالي ته په اشارې وویل چې د افغانستان حکومت له اروپايي ټولنې څخه په رسمي ډول غوښتي ترڅو په دغې ټولنه کې شامل هېوادونه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ودروي.

د باهر په وینا د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د ګډې اعلامیې له مخې کله چې د کډوالو د راستنېدو لپاره شرایط سخت وي د افغانستان حکومت کولی شي چې له مقابل لوري څخه د کډوالو د ایستلو بهیر د ودرولو غوښتنه وکړي.

هغه زیاته کړه: "د همدې ګډې اعلامیې په اساس د اوس لپاره د کډوالو ستنولو ته شرایط مناسب نه ګڼو...لږ تر لږه د درېیو میاشتو لپاره د پناه‌غوښتونکو ایستل دې ودرول شي...موږ په چنګاښ میاشت کې د افغانستان د دولت د دې تصمیم رسمي غوښتنه له اروپايي ټولنې سره شریکه کړې".

ښاغلي باهر وویل تراوسه د سویډن، ناروې او فنلنډ هېوادونو د افغانستان د حکومت دې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی او ژمنه یې کړې چې افغان کډوال له خپلو هېوادونو څخه نه شړي.

هغه هېله وښوده چې نورو هېوادونه په ځانګړې توګه جرمني چې د زیات شمېر افغان کډوالو کوربه دی د افغانستان د حکومت دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال شاوخوا ۷۷۰زره افغانان په اروپايي هېوادونو کې ژوند کوي چې له دې شمېرې د ۲۰سلنې افغانانو د پناه‌ غوښتنې اسنادو ته ځواب نه دی ویل شوی.

XS
SM
MD
LG