د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: افغانستان د سپتمبر ۱۱ د بریدونو دمخه حالت ته ستون شوی   


د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر پر څلورمه د منځني ختیځ په فضا کې د امریکا بي-۵۲ الوتکې
د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر پر څلورمه د منځني ختیځ په فضا کې د امریکا بي-۵۲ الوتکې

نن د یکشنبې ورځ د سپټمبر یوولسمه په امریکا د القاعدې د ډلې د تروریستي بریدونو یوویشت کاله پوره شو. په ۲۰۰۱ کال کې د القاعدې ددغو بریدونو نږدې دوه میاشتې وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوالو ائیلافي ځواکونو پر افغانستان باندې یرغل وکړ، چې په نتیجه کې يې د طالبانو رژیم ړنګ شو.

امریکا او متحدین یې شاوخوا شل کاله په افغانستان کې د نظامي حضور وروسته د تیر۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د میاشتې په وروستیو کې خپل ځواکونه له دغه هیواد څخه په داسې حال کې وایستل چې د دغو ځواکونو د بشبړ وتلو څو ورځې وړاندې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته ورسیدل.

د نړیوالو چارو افغان کارپوه رضا قاسمي له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د امریکا متحده ایالاتو په تیرو دوو لسیزو کې افغانستان کې د زرګونو سرتیرو او میلیاردونو ډالرو په مصرفولو سره هڅه وکړه چې په دغه هیواد کې القاعدې شبکې ته ماتې ورکړي، خو د ښاغلي قاسمي په وینا نه یوازې دا چې طالبانو او القاعدې ماتې ونخوړه بلکې د شلو کلنو وروسته طالبانو بیا په دغه هیواد کې واک ترلاسه کړ.

ښاغلي قاسمي وویل: " امریکا چې افغانستان کې ازادۍ د پیاوړي کیدو لپاره دغه هیواد ته راغلې وه د ۲۰ کلنو د تیریدو وروسته مونږ ټول افغانستان کې د ازادۍ له منځه تللو شاهدان یو. نه یوازې د افغانستان خلک بلکې د څلورو برخو څخه درې برخې امریکایان هم په همدې نظر دي چې امریکا له افغانستان څخه په وتلو سره د تیرو دوو لسیزو ټولې لاس ته راوړنې له خاورو سره خاورې کړې او مونږ بیرته په هغه ځای کې یو چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې څخه دمخه وو".

د پوهنتون استاد سید جواد سجادي په دې نظر دی، چې د امریکا متحده ایالات پر افغانستان باندې د دې لپاره برید کړی و، هغوی چې د سپټمبر د یوولسمې وځې په بریدونو کې مخامخ ښکیل و او په دغه هیواد کې د القاعدې د ډلې مرکزونه او د تروریستي او افراطي ډلو څخه ددې ډلې ملاتړ به له منځه یوسي. ښاغلی سجادي وايي، چې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو هدف د دموکراسۍ د اساساتو ټینګیدل او د مدني ټولنې ته پراختیا ورکول و، خو د عراق جګړې او افغانستان کې پراخ اداري فساد په وجه امریکا د خورا زیاتو منابعو له لاسه وتلو سره دا هدف ترلاسه نه کړی شو.

ښاغلي سجادي وویل: "د امریکا متحده ایالات دقیقآ له کوم ځای څخه یې چې پیل کړی و په همغه ځای کې یې پریښود. د شلو کلنو حضور څخه وروسته ځواکونه له افغانستان څخه ووتل په داسې حال کې چې ګورو طالبان بیا واک ته رسیدلي دي او سخت دریځې ډلې بیا هم افغانستان کې حضور لري. د ایمن الظواهري وژل کیدل د کابل په زړه کې دا په اثبات رسوي چې د طالبانو او القاعده ترمنځ اړیکې همدغسې پر خپل ځای دي او د القاعده مرکزونه له منځه نه دي تللي".

د سیاسي علومو استاد رامش سالمي وايي، چې د ۲۰۰۱ کال وروسته افغانستان کې د طالبانو د رژیم د ماتې وروسته داسې ګڼل کیده چې امریکا به د تروریزم سره په مبارزه کې د قدرت له موضع کار واخلي خو د امریکا د متحده ایالاتو د ځواکونو وتلو د نړیوال تروریزم سره په مبارزه کې د امریکا د ستراتیژۍ د بې ثباتۍ څرګندونه کوي. دی وايي، همدا علت دی چې افغانستان بیرته د ۲۰۰۱ میلادي کال دمخه حالت ته ستون شوی دی.

خو د سیاسي چارو کارپوه عبدالحق حماد په دې نظر دی چې افغانستان د ۲۰۰۱ میلادي کال وړاندې او اوس هم په نړیوالو قضایاو کې تل خپله بیطرفي ساتلې ده. ښاغلی حماد له افغانستان څخه نړۍ ته د خطر په اړه پدې نظر دی چې دا ډول انګیرنې د ستراتیژیکي اهدافو لپاره د یوې بهانې په توګه کارول کیږي. د سیاسي چارو دا کارپوه وايي، چې ۲۱ کاله وړاندې هم د طالبانو حکومت د امریکا د تورونو په اړه د یو درییمګړي له خوا د لګیدلو تورونو سپیناوی غوښتنه کوله او اوس یې هم دریځ همدا دی.

ښاغلي حماد وویل: "اوس هم د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره پالیسي دا ده چې په دغو قضایاو کې لکه څنګه چې د دوحې په تړون کې اسلامي امارت ویلي دي، هیچا ته اجازه نه ورکوي د یو جهت په ګټه د بل په خلاف وکاروي. دا سیاست افغانستان کې پخوا هم ناکام و او په اینده کې به هم وي".

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي په دې باور دی چې د سپټمبر د یوولسمې په پیښو کې هیڅ افغان ښکیل نه و. هغه هیله وښوده چې په راتلوونکي کې به هم افغانان په نړیوالو تروریستي بریدونو کې لاس ونلري.

ښاغلي فرهادي وویل: "خو نړۍ ته یادونه داده چې هرهیواد چې اقتصادي انزوا ته ټیل وهل شي هلته داسې فضا رامنځ ته کیږي چې افراطیت راشي او د هرډول تروریزم که داخلي وي او که بهرنی ورته سرتیري جذب شي".

امریکايي چارواکو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونود ایستلوپر مهال ویلي و، چې دوی افغانستان ته د القاعدې د ځپلو لپاره راغلي و او اوس د یوې خوا دا ډله کمزورې شوې او د بلې خوا امریکا د افغانستان له بهر څخه هم پر خپلو اهدافو د برید توان لري چې د اړتیا پر مهال ورڅخه کار اخیستلی شي.

XS
SM
MD
LG