د لاس رسي وړ اتصالات

اتریش غواړي په هغه هیواد کې څو جوماتونه وتړي


د اتریش په مرکز ویانا کې یو جومات او اسلامي مرکز
د اتریش په مرکز ویانا کې یو جومات او اسلامي مرکز

د اتریش حکومت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې غواړي په هیواد کې د مسلمانانو اوه جوماتونه وتړي.

د اتریش په انتخاباتي مبارزه کې دواړو ښي اړخه افراطي گوندونو د مهاجرو د جدي کنترول، د هغو مهاجرینو چټک ایستلو چې پناه غوښتنه یې رد شوې او د سخت دریځو اسلامپالو د ځپلو ژمنې کړې وې.

د اتریش ایتلافي حکومت همداشان ویلي چې ۴٠ ملایان او د هغوی د کورنۍ غړي له هیواد نه شړي.

د اتریش د حکومت دغه اقدام د هغو سرکوبونکو اقداماتو یوه برخه گڼل شوې چې غواړي په هغه هیواد کې "سیاسي اسلام" او مذهبي ټولنو ته د بهرنیو مالي مرستو ورکولو مخه ونیسي.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر هربرت کیکل، ویلي دي چې حکومت د هغو ملایانو په اوسیدنه غور کوي چې د اروپا-ترک د اسلامي اتحادیې له لورې گمارل شوي، ځکه د هغه په ونیا د هغوی د مالي تمویل په اړه اندیښنې موجودې دي.

د اروپا-ترک اسلامي اتحادیه هغه ټولنه ده چې په بهر کې په ترکیې پورې مربوط جماتونه څاري.

د اتریش حکومت په دوو پیښو کې د دوو ملایانو د اوسیدولو اجازه باطله کړه او د اتریش د کورنیو چارو د وزیر په وینا، ویانا د لومړي ځل لپاره یې د پنځو مسلمانو ملا امامانو د اوسیدنې درخواستونه رد کړي دي.

د اتریش صدراعظم سباستین کورز، هم ویلي دي چې په ویانا کې د ترکیې د سخت دریځه ملتپالو پورې مربوط یو جومات تړي. په عین وخت کې د هغه هیواد حکومت په پام کې لري چې د "عرب مذهبي ټولنې" په نامه ډله چې په هغه هیواد شپږ جوماتونه لري منحله کړي.

د ترکیې حکومت د اتریش دغه اقدامات غندلي دي او هغه یې د "اسلام ضد" عمل او " نژاد پالنه" گڼلې ده.

د ترکیې د جمهور رئیس ویاند ابراهیم کالین، په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې "د اوو جوماتونو د تړلو او ملا امامانو د ایستلو په هکله د اتریش تصمیم هغه هم په نامناسب دلیل، په هغه هیواد کې د اسلام ضد، نژاد پالنې او توپیري اقداماتو نښه ده."

د ترکیې د جمهور رئیس ویاند همداشان ویلي چې د اتریش د حکومت اقدام د نړیوالو مقرراتو مخالف عمل دی چې د مذهبي او قومي لږکیو حقونه له منځه وړي.

XS
SM
MD
LG