د پاکستان کرکټ بورډ وايي عمر اکمل یې د دې لپاره جریمه کړی دی چې یوه شپه په دوبۍ کې له خپل هوټل څخه د باندې په چکر وتلی و.
دغه ۲۸ کلن لوبغاړی د پاکستان مډل ارډر بیسټمین دی چې له شاوخوا دوه کلن ځنډ وروسته یو وارې بیا د پاکستان په ملي ټیم کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړی.
د پاکستان کرکټ بورډ له هغه وروسته دغه لوبغاړی جریمه کړ چې په ټولنیزو رسنیو کې د هغه یوه ویدیو خپره شوه. په ویدیو کې هغه د نڅا او سندرو په یو محفل کې لیدل کیږي.
د پاکستان کرکټ بورډ وايي د جریمې له مخې به عمر اکمل د خپلو لوبو ۲۰فیصده فیس جرمانه ورکوي.
د پاکستان کرکټ بورډ وايي چې عمر اکمل خپله ګناه او سزا منلې ده. اکمل له ۲۰۱۷ راپدېخوا د پاکستان په ملي ټیم کې نه و لوبېدلی، خو په متحدو عربو اماراتو کې له استرالیا سره سیالیو ته راوبلل شو. هغه په دغو پنځو لوبو کې ۱۵۰ منډې وکړې.
عمر اکمل تر دې مخکې هم د پاکستان د کرکټ بورډ د ځينو اصولو او قوانینو د ماتولو له کبله جریمه شوی و او له لوبو کېنول شوی دی. د هغه یوه بله ویدیو هم په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه چې یو ترافیک پولیس باندې وارکوي.
د پاکستان د کرکټ مخکني روزونکي وقار یونس هم دا سپارښتنه کړې وه چې باید عمر اکمل د خپلو دا ډول ستونزو له کبله د پاکستان په ملي لوبډلې کې ونه لوبول شي.