د لاس رسي وړ اتصالات

قطر وایي د طالبانو دفتر به د امریکا او افغانستان په غوښتنه وتړي


په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر
په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر

یو شمیر امریکایي دیپلومانو په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د تړلو سره مخالفت کړی دی.

د قطر د شاهي دولت یو مقام ویلي دي هماغسې چې په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر د افغانستان او متحده ایالاتو د حکومتونو په موافقت پرانست شو د کابل او واشنگټن په غوښتنه به وتړل شي.

د قطر د دولت د ارتباطاتو رئیس شیخ سیف بن احمد آل ثاني، د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې ته ویلي دي چې "قطر به په سیمه کې د امریکا د متحده ایالاتو ډیر غښتلی متحد پاته شي او د تروریزم د ماتې او نړیوالو کړکیچونو د حل کولو لپاره به کار وکړي".

داسې رپوټونه شته چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، دوه اونۍ مخکې په نیویارک کې په خبرو کې د طالبانو د دفتر د تړلو په اړه خبرې کړي دي. خو جمهور رئیس غني تیره اونۍ وویل چې ددې دفتر د تړلو په اړه هیڅ تصمیم نه دی نیول شوی.

د قطر په پایتخت په دوحه کې د طالبانو دفتر په ٢٠١٣ کال کې جوړ شو چې د افغانستان د جگړې د پای ته رسولو لپاره په سیاسي مذاکراتو کې آسانتیا رامنځ ته شي. په تیرو دوو کلونو کې په داسې حال کې چې د طالبانو د ډلې او د افغانستان د حکومت د استازو ترمنځ سیاسي خبرې په ټپه دریدلي د طالبانو په لسگونو استازي لاهم په دوحه کې په سیاسي فعالیتونو بوخت دي.

د دیپلوماتانو مخالفت

یو شمیر امریکایي دیپلوماتان په دوحه کې د طالبانو د دفتر د تړلو سره مخالفت ښودلی دی. د وال ستریت ژورنال د رپوټ له مخې دغو دیپلوماتانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د داخلي مکاماتو د کانال له لارې استدلال کړی دی چې د طالبانو سره د تماس د وسیلې شتون د افغانستان د ١٦ کلنې جگړې د پای ته رسولو لپاره ضروري دي.

په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې استازي پیري مایودان، هم د سه شنبې په ورځ د امریکا غږ ته وویل چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر یواځې ددې ډلې سره د افهام او تفهیم یوه وسیله ده او د هغه په وړاندې مخالفت ته اړتیا نشته.

طالبانو پخوا د افغانستان د حکومت سره هر ډول مستقیمې خبرې رد کړي دي او د امریکا سره د خبرو کولو غوښتنه یې کړې ده. څرگنده نه ده چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د تړلو گواښ به آیا دا ډله د افغان مقاماتو سره مخامخ خبرو اترو ته وهڅوي او که نه.

XS
SM
MD
LG