د لاس رسي وړ اتصالات

یو.اس.ایډ: راتلونکي افغان حکومت سره مرستې د ښځو له حقونو ملاتړ پورې تړلي


د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو پراختیايي اداره وايي چې د افغانستان له راتلونکي حکومت سره د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام په دغه هېواد کې د ښځو د بشري حقونو وضعیت پورې تړلې دي.

د دغې ادارې مشرې ډاکټر ټينا ډولي جانس له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې له افغانستان سره د ډونرانو مرستې به په هغه صورت کې دوام وکړي چې د ښځو او نجونو له بشري حقونو څخه د ملاتړ سربېره هغوی ته په هر ډول سیاسي توافق، اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي فرصتونو کې ونډه ورکړل شي.

هغې وویل: "له ښځو سره د سخت چلند، ورته نه پاملرنې او یا تر اغیزې لاندې راوستلو په صورت کې سمه نه ده چې د افغانستان راتلونکی حکومت دې د په نړیوالو مرسندویانو باندې حساب وکړي. دا یو له هغو مواردو څخه دی چې امریکا یې له نږدې څاري او د ښځو له حقونو او په مختلفو برخو کې د هغوی له پیاوړتیا څخه به ملاتړ دوام ورکړي".

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې مشرې ټینګار وکړ چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د سولې په بهیر کې د ښځو ګډون مهم دی، هغه بهیر چې د اغلې جانس په وینا د افغانستان مخ په وړاندې راتلونکې جوړوي.

هغې دغه راز وویل چې اداره یې د سولې او د ښځو د حقونو او د هغوی د غږ د اورېدلو په برخه کې مختلف پروګرامونه په پام کې لري.

اغلې جانس زیاته کړه: "موږ هیله لرو چې ښځې او نجونې له هغه چاپیریال څخه چې دوی په خپله جوړ کړی دی برخمنې شي، موږ تل غواړو چې د پرمختګ، دموکراسي، سولې، د ښځو حقونه، د روغتیا او زده‌کړې حقونه او د هغوی اقتصادي فرصتونه چې په تېرو شلو کلونو کې یې ترلاسه کړي دي، وهڅوو".

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې مشرې دغه راز وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل به په افغانستان کې د دغې ادارې په فعالیتونو باندې هېڅ اغیزه ونکړي.

اغلې جانس وویل د امریکا جمهور رئيس جو بایډن د افغانستان له جمهور رئیس محمداشرف غني سره په خبرو کې ټینګار کړی چې امریکا به په راتلونکې کې د افغانستان له خلکو او حکومت سره ژورې اړیکې ولري.

هغې زیاته کړه: "له همدې امله پرته له دې چې موږ د ځواکونو وتلو ته پام وکړو د پراختیا په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو، د روغتیا، زده‌کړې، د ښځو د پیاوړتیا، د ښځو د حقونو، کرنې، زیربناو، اقتصادي ودې او په ټولو برخو کې به کار دوام ومومي".

متحده ایالاتو روانه اونۍ له افغانستان سره د څه باندې ۲۶۶میلیون ډالرو اضافي بشردوستانه مرستو اعلان وکړ چې ۱۷۵.۵ میلیونه یې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پراختیايي ادارې له خوا مصرفېږي.

اغلې جانس وویل دغه مرستې په داسې سختو حالاتو کې ترلاسه کېږي چې د جګړې له امله د بې‌ځایه شویو، وچکالۍ او کرونا ځپلو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG