د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د سولې مذاکراتي پلاوی به تر درې ورځو چمتو شي


ښاغلي غني د ملي شورا د اولسمې تقنیني دوره پرانیستله
ښاغلي غني د ملي شورا د اولسمې تقنیني دوره پرانیستله

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي له طالبانو سره مذاکراتي پلاوی به د روانې میاشتې تر ۲۰ نېټې پورې چمتو شي.

ښاغلي غني نن شنبه د «کب ۱۷مه» د افغانستان د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې د دویم کال د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې په دې اړه یوه اونۍ مخکې بحثونه پيل شوي دي.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې به بین الافغاني مذاکرات را روانه دوشنبه د «کب پر۲۰مه» پیل شي.

ولسمشر غني وویل چې دغه پلاوی د افغان حکومت تر چتر لاندې ټاکل کیږي او د سولې په مذاکراتو کې به د جمهوریت له ارزښتونو څخه دفاع وکړي.

ولسمشر غني ملي شورا ته د وینا پر مهال
ولسمشر غني ملي شورا ته د وینا پر مهال

هغه زیاته کړه:"د مذاکراتي پلاوي غړي باید د اساسي قانون، جمهوریت او د افغانستان د خلکو د اساسي حقوقو مدافین وي، زموږ مذاکراتي پلاوی به د روان کال د حوت میاشتې تر شلمې نېټې اماده شي."

نوموړي زیاته کړه چې د سولې جوړېدونکی مذاکراتي پلاوی به دافغانستان د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.

هغه د افغانستان د ملي شورا څخه هم وغوښتل چې د مصالحې په عالي شورا کې د ګډون په هدف دوه تنه له مشرانو جرګې او پنځه تنه هم له ولسي جرګې څخه تر سبا پورې حکومت ته رسماً معرفي کړي.

د طالب بندیانو ازادول

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو د سولې توافق له مخې د بین الافغاني خبرو تر پیل مخکې باید ۵۰۰۰ طالب بندیان د افغان حکومت له زندانونو څخه خوشي شي، ولسمشر غني وايي په دې اړه باید تضمین وجود ولري.

ښاغلي غني وویل چې د افغانستان د لسمشر په صفت نغواړي چې طالب بندیان ولري،خو ټینګار یې وکړ چې د یو شفاف میکانیزم په اساس دې دا بندیان پرېښودل شي.

هغه زیاته کړه:" خو د هغوی ازادول باید د یو شفاف بهیر او واضح میکانیزم په اساس تر سره شي، تر څو زموږ د خلکو دا ډاډ حاصل شي چې د هغوی تر خوشي کېدو وروسته څنګه مثبت تغیر او یو کامل اوربند ټينګېدو شاهدان واوسي."

نوموړي همدارنګه وویل چې په دې اړه خبرې به په بین الافغاني مذاکراتو کې وشي.

وسله والو طالبانو هم ویلي که د توافق له مخې د دوی ۵۰۰۰ بندیان خوشي شي دوی د کب پر شلمه بین الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره چمتو دي.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د مذاکراتي پلاوي شمېر به څو تنه وي.

XS
SM
MD
LG