د لاس رسي وړ اتصالات

د هند مشهور سندرغاړی پنکج اُداس مړ شو


دهند مشهور سندرغاړی پنکج ادهاس د ۷۲ کالونو په عمر شوی
دهند مشهور سندرغاړی پنکج ادهاس د ۷۲ کالونو په عمر شوی

د هند مشهور سندرغاړی پنکج اُداس د ورپېښې ناورغۍ له کبله د دوشنبې په ورځ ۲۶(کب درېیمه) د ۷۲ کالونو په عمر وفات شو.

د پنکج اُداس لور د انستاګرام په پاڼې کې د خپل پلار مړینه تائید کړې ده.

د هغه د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته مینه والو او عزیزانو یې په ټولنیزو رسنیو کې د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په خپل انستاګرام کې د هند ددغه هنرمند مړینه لویه ضایعه بللې ده او ویلي‌ دي چې د هغه «غزلونه به مستقیمآ د انسان له روح سره غږېدل».

پنکج اُداس د هند په ممبۍ کې د شپې په ۱۱ بجو په روغتون کې مړ شو.

د هند په ځینو مشهورو فلمونو کې د هغه په غږ سندرې خپرې شوې او مشهورې شوې دی.

«چیټي ایی هی، جیی تو جیی کیسې، ایک طرف هی اوسکا ګهر، او چاندي جیسا رنګ هی تیرا» دي او شرابي غزلونه یې هم خورا مشهور دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG