د لاس رسي وړ اتصالات

د اتلتیک د ملي ټیم لوبغاړو د المپیک لوبو ته تمرینونه پیل کړي


د افغانستان د المپیک ملي کمیټه وايي چې د جاپان د المپیک په اتلتیک سیالیو کې د ګډون لپاره دوه افغان ځغاستونکي هغه هیواد ته رسیدلي او په توکیو کې یې تمرینونه پیل کړي دي.

د افغانستان څخه یواځې د اتلتیک د سلو مترو ځغاستې یوه څلور کسیزه لوبډله د توکیو د دوبي په المپیک لوبو کې د سیالۍ لپاره تللې ده. پدغه لوبډله کې یوه لوبغاړې کیمیا یوسفي او یو لوبغاړی شاه محمود نورزی د خپلو دوو روزونکو سره تېره اونۍ جاپان ته تللي دي.

د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې ویاندې بنفشه فیضي نن سه شنبه جولاۍ ۱۳ (چنګاښ ۲۲) امریکا غږ ته وویل: "افغان لوبغاړو د جاپان په فوکویوکای ښار کې تمریناتي کمپ پیل کړی دی. د دغه ۱۵ ورځني کمپ وروسته به هغوی د جاپان پلازمېنې توکیو ته د لوبو لپاره ولاړ شي.

بنفشه فیضي زیاتوي چې دواړه لوبغاړي به د افغانستان په استازیتوب د سپک اتلتیک د لوبو په سل متره واټن ځغاستې کې د نړیوالو لوبغاړو سره سیالي وکړي.

د المپیک د ملي کمیټې د معلوماتو په بنسټ د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د افغانستان لوبډلې ته د کرونا ویروس دویم دوز واکسین د تګ نه مخکې تطبیق شوی دی.

ټاکل شوې وه چې د اولمپیک نړیوالې لوبې د ۲۰۲۰ کال په دوبي کې د جاپان په توکیو ښار کې وشي، خو د کرونا ویروس د وبا د مخنیوي په وجه د المپیک نړیوالې کمیټې، د جاپان حکومت او د توکیو المپیک جوړونکو په ګډه تصمیم ونیو چې دغه لوبې د یو کال لپاره وځنډول شي.

د توکیو د المپیک لوبې د روانې جولاۍ میاشتې په ۲۳ نیټې په توکیو ښار کې پیل او د اګسټ په اتمه پای ته رسیږي.

د الپیک د نړیوالې کمیټې د معلوماتو په اساس د نړۍ تقریبا ټولو هېوادونو څخه۱۱۲۳۸ لوبغاړي به په ۵۰ بېلابېلو ورزشي رشتو کې سره سیالي وکړي.

XS
SM
MD
LG