د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د نجونو انلاین زده کړه پراخه شوې

ثنا په رومي انلاین اکاډمۍ کې ښوونکې ده.
ثنا په رومي انلاین اکاډمۍ کې ښوونکې ده.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو او په منځنیو ښوونځو، لیسو او پوهنتونو کې د نجونو پر زده کړه له محدودیتونو وروسته، په دغه هېواد کې آنلاین تعلیمي مرکزونه او کورسونه مخ په زیاتېدو دي.

افغان نجونې مجبورې شوي چې د زده کړې دپاره دغو انلاین مرکزونو ته مخه کړي، خو دا مرکزونه وايي، د امکاناتو او بودیجې د کموالي له امله د اړتیا سره سم کافي خدمات نشي وړاندې کولای.

د کابل اوسېدونکې ۲۲ کلنه صوفیه (مستعار نوم) چې د رومي په نوم انلاین اکاډمۍ کې زده کړه کوي، وايي په داسې حال کې چې د عالي ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې یې پر مخ تړل شوي، انلاین تعلیمي مرکزونه ورته ښه فرصت دی.

دغه انلاین تعلیمي مرکز وايي، اکثره زده کوونکي یې ښځې دي چې د طالبانو له بیاواکمنېدو راهیسې یې شمېر له ۵۰ څخه تر ۵۰۰ اوښتی دی.

صوفیې وویل: "دا زما ارمان او مرام دی چې په افغانستان کې هرڅه پيښيږي، زه خپلو زده کړو ته دوام ورکړم."

خو ډیرې نورې افغان نجونې بیا د صوفیې په څېر نیکمرغه نه دي. د رومي اکاډمي وايي، د امکاناتو د محدودیت له کبله یې په دغه مرکز کې د داخلې دپاره د سلګونو نجونو درخواستونه رد کړي دي.

ددې ترڅنګ په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۹۷ سلنه وګړي د فقر له سطحې څخه ټیټ ژوند کوي، زیاتره زده کوونکي د انلاین زده کړې دپاره د اړتیا وړ لپټاپ، انټرنټ او نورو ضروري امکاناتو د برابرولو توان نلري.

ثنا په رومي اکاډمۍ کې ښوونکې ده. هغې وویل: "کله چې په افغانستان کې نجونې او ښځې د بد وضعیت سره مخامخې شوې، رومي اکاډمي د هغوی د ناهیلۍ په ورځو کې د هیلو څراغ بل کړ.»

طالبانو تراوسه په انټرنټ کارولو محدودیت ندی لګولی او چارواکي يي پر ټولنیزو شبکو فعال دي. دوی نجونو ته د دې اجازه هم ورکړې چې په کور کې زده کړې وکړي.

خو د نورو افغانانو په څېر، انلاین زده کوونکي هم د برېښنا د پرچاوۍ او د انټرنیټ د کمزوري سرعت څخه سرټکوي. د رومي اکاډمۍ رئیسه، انیتا شېرزاد، دا د خپل فعالیت دپاره ستونزه بولي. هغې وویل: « که په افغانستان کې برېښنه پرې کیږي او یا انټرنیټ بند شي، دا زمونږ دپاره لویه ستونزه وي او زما لپاره هروخت یوه جدي اندېښنه ده."

د ټولو ستونزو سره سره، صوفیه وایي، افغانې ښځې د کلونو کړاونو او داخلي جګړو کې ډيرې زړورې او توانمندې شوي او دې ته چمتو شوي چې حالات هرڅومره ترینګلي اوسي، دوی یې د ښه کیدلو هڅه وکړي.

صوفیه وايي، افغان ښځو ته پکار ده راتلونکي ته هیله منې او پر ځای باورمنې اوسي او له حالاتو سره مبارزه وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG