د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د سولې په اړه د اروپا پارلمان د پرېکړه لیک هر کلی وکړ


د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ
د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې ټینګېدو او جګړې ختمېدو په اړه د اروپايي پارلمان د پرېکړه لیک هر کلی وکړ.

اروپايي پارلمان په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او پر ملکي وګړو او افغان سرتېرو باندې د طالبانو د بریدونو بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه جون ۱۲ (غبرګولې ۲۲) د اروپايي پارلمان پرېکړه لیک ته په هر کلي سره ویلي چې د افغانستان حکومت د افغانانو په مشرۍ د سیاسي هواري له لارې په هیواد کې د تلپاتې سولې ټینګېدو ته ژمن دی.

د اروپايي پارلمان په پرېکړه لیک کې همدارنګه په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو او ښځو د حقوقو پر خوندیتوب ټینګار شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې افغان حکومت د ښځو د حقوقو په ګډون د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو خوندیتوب ته ژمن دی.

د بهرنیوو چارو وزارت له دغه هیواد څخه د نړیوالو سرتېرو تر وتلو وروسته له افغانستان سره د اروپايي شورا د مرستو له دوام هم مننه کړې ده.

له دې سره هم مهاله په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هیواد کې د سولې او ثبات ټینګېدو په اړه د افغان او پاکستاني دیني علماو د پرېکړه لیک هر کلی هم کړی دی.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان په کوربتوب افغان او پاکستاني دیني علماو د یو کنفرانس په ترڅ کې په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ او د سولې له روان بهیر څخه یې ملاتړ اعلان کړ.

د بشري حقونو کمېسیون د مذاکراتو له لارې د جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو برخه کې یاد پرېکړه لیک مهم بللی دی.

په افغانستان کې د سولې پر ټینګېدو پر داسې مهال ټینګار کیږي چې جګړو یو ځل بیا په دغه هیواد کې زور اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG