د لاس رسي وړ اتصالات

د ملکیانو وژل کېدل؛ د میدان وردګ 'امنیه قومندان څارنوالۍ ته معرفي' شو


الله داد فدایي د میدان وردګ ولایت مخکنی امنیه قوماندان
الله داد فدایي د میدان وردګ ولایت مخکنی امنیه قوماندان

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د میدان وردګ ولایت د امنیه قوماندان الله داد فدايي دنده ځنډولې او څارنوالۍ ته یې معرفي کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یاد قوماندان دنده د بهسود ولسوالۍ د پېښې په اړه د څېړونکي پلاوي د راپور تر اورېدو وروسته ځنډول شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه فبرورۍ اتمه (سلواغې ۲۰) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د روانې میاشتې پر لسمه په بهسود ولسوالۍ کې د لاریون پر مهال ۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

یاد وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي: "د کورنیو چارو وزارت په همدې ارتباط د میدان وردګ د امنیه قوماندان دنده ځنډولې او قضیه یې څارنوالۍ ته سپارل شوې ده،تر څو د قانون په رڼا کې د عدالت په نظر کې نیولو سره موضوع وڅېړي."

د کورنیو چارو وزارت د یادې پېښې په اړه د خواشیني په ښودلو سره ویلي چې د یادې پېښې د ټپیانو درملنه د کابل د پولیسو په ۳۰۰ بستریز روغتون کې په وړیا ډول کې کیږي.

یاد وزارت همدارنګه ټینګار کړی چې د بهسود ولسوالۍ (حصه اول) او (حصه دوم) ساحې به بیرته فعالې شي.

د کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي و چې سیمه ییزو امنیتي چارواکو د بهسود ولسوالۍ د حصه اول سیمې لپاره نوي چارواکي معرفي کول چې په سیمه کې د علي پور په نوم د غیر مسؤله وسله والو له مقاومت سره مخامخ شول چې وروسته تاوتریخوالی رامنځته شوی و.

یاد وزارت همدارنګه په یاده پېښه کې وژل شوي کسان د علي پور اړوند غیر مسؤل وسله وال بللي و. خو د سیمې د اوسېدونکو تر اعتراض وروسته یې وویل چې د پېښې په اړه څېړنې کوي.

تر دې مخکې د افغانستان د امنیت شورا هم د پېښې څېړلو لپاره سیمې ته د یو پلاوی د استولو خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG