د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د کمیدو د ادعا په ترڅ کې په دې ټینگار وکړ چې د هغه تر مشرۍ لاندې حکومت به "دښمن ته ددې فرصت" ور نه کړي چې د هیواد په کومه سیمه کې دایمي اډه جوړه کړي.
جمهور رئیس غني د افغان ځانګړو ځواکونو د قوماندانۍ یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د افغانستان د دفاع وزارت د جګړې د تغییر فورمول پیدا کړی، چې ورسره سږکال د افغان ځواکونو په لیکو کې تلفات کم شوي او د هغه په وینا په راتلونکي کې باید د تلفاتو شمېر نور هم راټیټ شي.
جمهوررئیس غني د افغان ځانګړو ځواکونو د قوماندان څخه وغوښتل چې له کمانډو ځواکونو څخه دې سمه استفاده وشي او د جنګ بدلون ته په کتو دې ددغو ځواکونو څخه په چټکو عملیاتو کې ګټه واخیستل شي.
جمهوررئیس غني وویل چې "راروان ۱۳۹۷ کال باید په هېواد کې د سراسري حاکمیت لپاره د عمل د ابتکار کال وي او هغه ولسوالۍ چې د دښمن په دوامداره مرکز بدلې شوي، باید هدف وګرځول شي او دښمن ته د تلپاتې مرکزونو د جوړولو فرصت برابر نشي".
تر اوسه په تیر یو کال کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه نه ده اعلان شوې، خو جمهور رئیس غني تیره اونۍ د امریکا د سي بي ایس تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې یوازې د تیرکال په څلورو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو دوه نیم زره منسوبین وژل شوي او څلور زره نور ټپیان شوي دي.
جمهور رئیس په داسې حال کې د افغان امنیتي ځواکونو د مرگ ژوبلې د کمیدو خبره کوي چې د طالبانو او داعش په گډون سخت دریځو ډلو د افغانستان په مختلفو برخو کې په ځانگړې توگه په عمده ښارونو کې حملو ته زور ورکړی دی.
له دې سربیر د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانگړي مفتش سیگار د ٢٠١٧ کال د اکتوبر د میاشتې په پای کې رپوټ ورکړی و چې د طالبانو د رژیم له سقوط راپدیخوا دغه ډله اوس له بل هر وخت څخه د افغانستان زیاته ساحه تر کنترول لاندې لري.
سیگار ویلي چې د "٢٠١٧ کال د اگست پورې د افغانستان ١٣ ولسوالۍ په مستقیمه او ۴١ ولسوالۍ په غیر مستقیمه توگه د یاغیانو تر کنترول لاندې وې."
خو د افغان ځانگړو ځواکونو د قوماندانۍ غونډې ته په وینا کې د افغانستان د دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي وویل، چې افغان ځواکونو د خپل دښمن پلانونه شنډ کړي او د جنګ لوري ته یې تغییر ورکړی دی. هغه زیاته کړه په دې جنګ کې کمانډو اساسي رول لوبوي او ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته ژمن دي. جمهوررئیس محمد اشرف غني سږکال د ځانګړو عملیاتو فرقه د قول اردو کچې ته لوړه کړه.