د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره (Save the Children) وايي، د افغانستان له هر دریو ماشومانو یو د روان ژمي پر مهال د لوږې له بحراني او بېړنیو کچو سره مخ دی، او دا وضعیت د تېر کال پرتله ۱۸ سلنه خراب شوی دی.
د لوږې د نړیوال څار ادارې (IPC) د نویو شمېرو له مخې، د افغانستان شاوخوا ۳۶ سلنه ماشومان، چې شمېر یې له نهو میلیون زیات دی، د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر میاشتې پورې به د لوږې له بحراني یا بېړنیو کچو IPC+3سره مخ وي.
راپور زیاتوي، دا مهال نږدې ۳.۷ میلیون د پنځو کلونو نه کم عمره ماشومان په افغانستان کې په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي، چې دا شمېر د تېر کال پرتله زیاتوالی ښيي.
همدارنګه اټکل کېږي چې شاوخوا ۱.۲ میلیون میندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې به د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
د ماشومانو د ژغورنې ادارې ویلي، د دوی روغتیايي او تغذیوي کلینیکونو ته سږکال د خوارځواکۍ له امله د داخلېدو پېښې ۱۳ سلنه زیاتې شوې دي.
خو په ورته وخت کې، د مالي مرستو کمښت دا اندېښنه زیاته کړې چې د لسګونو زرو ماشومانو او میندو لپاره د ضروري خوړو مرسته کمه یا بنده شي.
د راپور له مخې، د بودجې د کمښت له امله، یوازې شاوخوا یو میلیون کسانو ته د خوړو مرسته رسېږي، په داسې حال کې چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله نږدې شپږ برابره کم دی.
مرستندویه ادارې وایي، د ژمي سړې هوا د ماشومانو معافیت کمزوری کوي او د سږو او تنفسي ناروغیو خطر زیاتوي.
سربېره پر دې، د کار فرصتونه کمېږي او د خوړو او د سون توکو بیې لوړېږي.
افغانستان دا مهال له څو نورو ستونزو سره هم مخ دی.
د ۲۰۲۵ کال له پیله تر اوسه شاوخوا ۲.۴ میلیون کسان له ایران او پاکستان څخه ستانه شوي، او نږدې ۵۰۰ زره نور د افغانستان په ختیځ کې د ویجاړوونکو زلزلو وروسته مرستو ته اړتیا لري.
وچکالي هم، چې اټګل کیږي راتلونکی کال ته وغځېږي، کروندې او مالداري له منځه وړي او خلک د کار په لټه کې له خپلو کلیو کډه کولو ته اړ باسي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د افغانستان له نیمايي زیات نفوس، نږدې ۲۳ میلیون کسان، بشري مرستو ته اړتیا لري.
خو د مرستو د کمښت له امله، شاوخوا ۴۲۰ روغتیايي کلینیکونه او نږدې ۳۰۰ د تغذیې مرکزونه تړل شوي.
د ماشومانو د ژغورنې اداره وايي، روان ژمی به نږدې ۷۵ زره کسانو ته د ژمي مرستندویه کڅوړې ورسوي، او څه باندې ۲۱ زره ماشومانو ته به په ښوونځیو او د ماشومانو په مرکزونو کې د بخاریو یا د تودیدو اسانتیاوې برابرې کړي.
فورم \ دبحث خونه