د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو د ملاتړ ادارې: د ښځو د وضعیت په اړه ملګرو ملتونو ته د طالبانو راپور څرګند درواغ دي


Afghanistan UN Report
Afghanistan UN Report

د ښځو او ماشومانو د هوساینې او پیاوړتیا موسسې او د ارغواني شنبې د ورځو خوځښت د طالبانو له خوا د ملګروملتونو د ښځو پر وړاندې د تبعیض د مخنیوي کمیټې ته په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه ترتیب شوی راپور د درواغو ډک راپور ګڼلی دی.

د ښځو د حقونو د ملاتړ دغو دوو ادارو د پنجشنبې په ورځ جون اول (جوزا ۱۱) په خپرو شوو اعلامیو کې ټینګار کړی، چې د طالبانو ډله د ښځو د حقونو او ازادیو د محدودولو په برخو کې اوږده سابقه لري او نشي کیدی، چې "لمر په دوه ګتو پټ کړي".

په اعلامیه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې ښځې د ډیرو کارونو او کسب څخه منع شوي دي او په دغه هیواد کې زده کړو ته د نجونو لاس رسی ډیر زیات محدود شوی دی.

همداشان په اعلامیه کې د طالبانو له خوا په اجباري ډول د حجاب او هم د کور څخه بهر ښځو سره د سړو د شتون مسلو ته اشاره شوې ده.

طالبانو ته په منسوب شوي راپور کې چې د ښځو او ماشومانو د هوساینې او پیاوړتیا موسسې له خوا خپور شوی ویل شوي، چې دا ډله خپلو ټولو پریکړو کې د اسلامي شریعت اصولو ته لومړیتوب ورکوي او اسلامي شریعت ښځو ته تر ټولو زیات اهمیت ورکوي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د شریعت سره په ټکر کې دي او په افغانستان کې، چې ځینې پیښې شوي په دې معنی نه دي، چې د طالبانو حکومت ښځو ته پاملرنه نه کوي.

ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تبعیض د مخنیوي کمیټې ته طالبانو ته په دې منسوب شوي راپور کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره په بشپړ ډول د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده اوامرو ته اشاره شوې ده.

همداشان په دې راپور کې د نجونو زده کړو بندیدل موقتي ګڼل شوي او ویل شوي، چې د نجونو د وضعیت د ښه کیدو لپاره په یو هراړخیز پروګرام باندې کار روان دی،چې د بشبړیدو وروسته به د نجونو زده کړې هم پیل شي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د کورنیو چارو، عامې روغتیا، پوهنې، لوړو زده کړو، څارنوالۍ او محکمو کې ښځې کار کوي او په نورو دولتي ادارو کې چې ښځې کار نه کوي هغوی په خپلو کورونو کې معاشونه اخلي، چې د شرایطو د ښه کیدو وروسته به بیرته هغوی هم خپلو دندو ته ستنې شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول پر خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې محدودیتونه لګولي دي.

په دغو محدودیتونو کې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو کې د نجونو په زده کړو بندیز، په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز، ښځې او نجونې پارکونو، ورزشي کلپونو او عمومي حمامونو ته د تللو څخه منع کول، د محرم پرته سفر محدودیونه او هم په غیردولتي موسسو او د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو او نجونو په کار بندیزونه شامل دي.

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې او پیاوړتیا موسسې مشره مریم معروف اروین امریکا غږ ته وویل، چې له زده کړو د نجونو محرومه کول، چې تر ټولو لومړنی انساني حق دی دا ښيي، چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت د هغوی د جنیست له مخې د طالبانو په واکمنۍ کې څومره دردونکی او د افسوس وړ دی.

میرمن اروین وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې رژیم کې حتی ملګري ملتونه نشي کولی، چې دا اداره خپلې ښځینه کارکوونکې بیرته کارونو ته ستنې کړي. میرمن اروین وايي دا ښځینه کاروونکې د هغوی د جنسیت پراساس د طالبانو په امر له کار څخه منع شوي دي.

د ښځو د حقونو دغې فعالې وویل: "هیله لرم، چې نړیواله ټولنه او نړیوالې ادارې لکه د ملګروملتونو ټولنه چې د افغانستان وضعیت له نږدې څارې د درواغو ډک، تش او غولوونکي راپور باندې ونه غولیږي او په ځانګړي ډول افغانستان کې د ښځو په اړه د طالبانو د چل ښکار نشي".

میرمن اروین د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د ښځو په څنګ کې ودیږي او د هغوی څخه ملاتړ وکړي.

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې او پیاوړتیا موسسې او د ارغواني شنبې د ورځو خوځښت د ادعا له مخې همدا اوس ښځینه خبریالانې، د ښځو د حقونو او د مدني ټولنې فعالانې او په سلګونو نورې ښځې د طالبانو تر شکنجې لاندې دي.

د ښځو د حقونو دغو دوو ادارو ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې ویلي، چې د طالبانو د "درواغو" په لیکلو ونه غولیږي او دا ادارې د دغې ډلې د بشري سرغړونو په سلګونوثبت شوې قضیې لري.

XS
SM
MD
LG