د لاس رسي وړ اتصالات

غني وايي له پاکستان او طالبانو سره د سولې تګلاره لري


ولسمشر غني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې غړو ته وویل چې د کابل د سولې ور پرانیستی دی
ولسمشر غني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې غړو ته وویل چې د کابل د سولې ور پرانیستی دی

افغان ولسمشر وايي پاکستان باید پریکړه وکړي چې آیا سیمه ییزې مثبتې همکارۍ سره يوځای کیږي که نه.

په افغانستان کې د جګړې دختمولو لپاره ولسمشر محمد اشرف غني د سولې دوه اړخیزه تګلاره لري چې یوه برخه یې په پاکستان او بله یې په طالبانو پورې تړلې ده.

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ ( اکتوبر ۳۰) د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې غړو ته وویل چې د کابل د سولې ور پرانیستی دی، خو پاکستان باید پریکړه وکړي چې "له مثبتې سیمه ییزې همکارۍ سره یوځای کېږي اوکه نه".

غني دغه راز وویل "له طالبانو سره د افغانستان د حکومت سوله ده چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې کېږي او بین الافغاني مذاکراتو دمخه هم پایلې لرلې. طالبان باید خپل تروریستي فعالیتونه ختم کړي، ځکه د هغوی فعالیتونه ټولو تروریستي ډلو ته د فعالیت زمینه برابروي".

د ارګ په یوې اعلاميې کې د ولسمشر غني له قوله دا هم ویل شوي چې د امریکا متحدو ایالتونو د نوې پوځي تګلارې سره سم "په سیمه کې بدلونونه راغلي او د سیمې ټول هېوادونه باید له رامنځته شويو فرصتونو څخه د سیمې د سوکالۍ او د امنیت ټینګښت لپاره موثره استفاده وکړي".

د غني څرګندونې پداسې حال کې کیږي چې د یکشنبې په ورځ د افغان حکومت اجرايي مشر، ډاکټر عبدالله، بیا د ملګرو ملتونو له همدغه پلاوي وغوښتل چې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله په ګډون وسله وال طالبان د نړیوالو ترهګرو په توګه وپېژني.

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې د شاوخوا دوو کالو راهیسې په ټپه دریدلي او پدې وروستیو کې دواړو غاړو وسله والو نښتو ته زور ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG