د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدلي او د افغانستان په "ځینو برخو یې د ایران د بریدونو د احتمال" په اړه ترې وضاحت غوښتی دی.
د راپورونو له مخې ځینو ایراني چارواکو ویلي وو که امریکا پر ایران برید وکړي، تهران به د افغانستان ځینې برخې په نښه کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې سرپرست وزیر ادریس زمان د چهارشنبې په ورځ (جنوري۱۵) په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره ولیدل.
په اعلامیه کې راغلي دي: "په دغه ملاقات کې سرپرست وزیر د ایران د پوځي ځواکونو د قومندان په ګډون د ځینو ایراني چارواکو د هغو څرګندونو په اړه وضاحت وغوښت چې که د امریکا متحده ایالتونه پر ایران برید وکړي، هغوی به په افغانستان کې ځینې سیمې په نښه کړي."
د وزارت اعلامیې د ایران د سفیر له خولې لیکلي دي چې ځینې رسنۍ د ایراني چارواکو څرګندونې سمې نه خپروي. سفیر بهادر امینیان ویلي دي چې د ایران رسمي او سیاسي دریځ تل د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کول دي او "د افغانستان په اړه د ایران په سیاست او تګلارې کې بل هېڅ ډول څرګندونې ځای نلري."
امریکايي ځواکونو څو ورځې مخکې د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني په یو هوايي برید کې وواژه.
له دغه برید وروسته ایران په بغداد کې د امریکايي ځواکونو پوځي اډې په میزایلو ووېشتلې چې د ولسمشر ټرمپ په وینا چاته په کې زیان نه دی رسېدلی.
ولسمشر غني د واشنګټن-تهران ترمنځ په دغه کړکیچ کې ټېنګار وکړ چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.
په افغانستان کې د ایران سفیر څو ورځې مخکې په کابل کې د اریانا له خصوصي تلویزون سره په مرکې کې د افغان حکومت دغه دریځ ستایلی و.