د لاس رسي وړ اتصالات

'د افغانستان اقتصادي وده درې سلنه لوړه شوې'


د مالیې وزارت چارواکي وايي، د دوی څیړنې ښيي، چې په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې کچه درې فیصدو ته رسیدلې ده.

د مالیې وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند شمروز خان مسجدي نن د چهارشنبې په ورځ ( لړم ۲۹مه) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې که څه هم نړیوال بانک او د اسیا د پرمختايي بانک په روان کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې کچه تر ۲.۷ فیصدو پورې اټکل کړې، خو د دغه وزارت څیړنې ښيي، چې د دغه هیواد د ودې کچه تر درې فیصدو پورې رسیدلې ده.

ښاغلي مسجدي وویل:" د مالي کال پای ته لا یوه میاشت پاتې ده، خپله وروستۍ ارزونه به د کال په پای کې کوو، تر څو ډیر دقیق معلومات ولرو. خو څه، چې مونږ خپاره کړي دي د مالیې د وزارت د لوی اقتصاد ارزونه ده، چې له مخې یې د هیواد اقتصادي ودې کچه درې فیصدو ته رسیدلې ده".

د مالیې وزارت د دغه چارواکي د معلوماتو له مخې د کابل او یو شمیر هیوادونو ترمنځ د هوايي دهلیزونو تاسیس د افغانستان د صادراتو د زیاتیدو سره مرسته کړې ده، چې ترڅنګ يې د کرنې ا و زیربناو د جوړولو په سکټورونو کې د دغه وزارت د سپارښتنو تطبیق هم پر اقتصادي ودې ښه اغیزه کړې ده.

د افغانستان د مالیې وزارت د راپور له مخې په تیر ۱۳۹۷ لمریز کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې کچه هم ۲.۷ فیصده وه.

د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس سږکال اقتصادي وده د نفوسو پر تناسب ۲.۱۴ فیصده زیاته شوې ده.

په افغانستان کې په تېر لمریز کال کې د ولسي جرګې ټاکنو او سختې وچکالۍ پر اقتصادي ودې ډیره ناسمه اغیزه کړې وه او په روان لمریز کال کې د جمهوري ریاست ټاکنو هم په عمومي ډول په دغه هیواد کې په کاروبار او اقتصادي فعلیتونو ناسمه اغیزه اچولې ده.

د افغاستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د یو چارواکي خان جان الکوزي د معلوماتو له مخې د جمهوري ریاست د روانو ټاکنو بهیر په دغه هیواد کې تر ۱۹ فیصدو پورې په کاروبارناسمه اغیزه کړې ده.

د افغانستان اقتصاد تر ډېره د کرنې په سکټور باندې متکي دی، د مالیې وزارت د اټکل له مخې که چیرې اقلیمي شرایط برابر اوسي او د کرنې سکټور زیان ونه ویني د دغه سکټور" کورني ناخالص تولید " راتلوونکي ۱۳۹۹ لمریز کال ته ۳۳۷.۶ ملیاردو افغانیو ته ورسیږي.

د مالیې وزارت راتلوونکي ۱۳۹۹ لمریز کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې کچه ۳.۴ فیصده اټکل کړې ده.

XS
SM
MD
LG