د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ والي وايي د ټاکنو کمیسیون دې منحل شي


عطا محمد نور په هرات کې غږېده او د هرات پخواني والي اسماعیل خان د جهاد او مقاومت د قهرمان په توګه وستایه
عطا محمد نور په هرات کې غږېده او د هرات پخواني والي اسماعیل خان د جهاد او مقاومت د قهرمان په توګه وستایه

عطامحمدنور وايي که د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون له سره جوړ نشي، راتلونکی ولسمشر به له مخکې څرګند او معلوم وي.

د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي مشر او د بلخ والي عطامحمد نور وايي د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید منحل شي.

ښاغلي نور چې د سه شنبې په ورځ په هرات ښار کې خبرې کولې وویل چې د ټاکنو کمیسیون باید له بنسټه له سره جوړ شي. ده خبرداری ورکړ چې که دغه کار ونشي نو د ده په خبره راتلونکی ولسمشر به له وړاندې څرګند وي.

د افغانستان د ټاکنو ټول غړي د ملي یووالي د حکومت د دواړو مشرانو، ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي مشر ډاکټر عبدالله، په موافقې ګمارل شوي.

د بلخ والي یوار بیا پر "ارګ" نیوکه وکړه چې ګواکي ټول دولتي واکونه یې انحصار کړي. ده پر هراتیانو غږ وکړ چې د "ارګ، امنیت شورا او طالبانو سرتیري" نشي او لده سره په یوې سختې او اوږدې مبارزې کې یوځای شي. ده څرګنده نکړه چې دغه مبارزه د څه لپاره ده.

د جمعیت د ګوند اجرايي مشر دغه راز وویل چې تر اوسه یې پریکړه نده کړې چې آیا د ۲۰۱۹ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به کاندید شي که نه.

د هرات پخواني والي اسماعیل خان په همدغه غونډه کې ښاغلی عطا د جهاد او مقاومت د قهرمان په توګه وستایه او ډاډ یې ورکړ چې هراتیان به د ده په ملاتړ ودریږي.

XS
SM
MD
LG